پينتاګون د بایدن په مشرۍ له افغانستانه دځواکونو وتل بیا څېړي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهد پنټاگون د مشر له خوا د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د می ۲۰) په واشنگټن کې د خپاره سوي یاداشت له مخې، هغه له دې کبله د یوې هر اړخیزې بیا څېړنې امر صادر کړی دی چي مسؤل کسان حساب ورکوونکي وگڼل سي او "د امریکا اولس ته یو بشپړ انځور وړاندې سي".
هیګسیت، د بایدن حکومت، له افغانستانه په یوه "ویجاړوونکي او شرموونکي" وتل، تورنه کړې ده. نوموړي څرگنده کړې ده چي د ۲۰۲۱ م کال په اگست مياشت کي دغه ډول وتل، په یوه ځانمرگي برید کي د ۱۳ امريکايي سرتیرو او ۱۷۰ ملکي کسانو د ژوند په بیه تمام سول. د هغه په خبره دا په بهر کي د امریکا متحده ایالاتو د یوه ماموریت په تاریخ کي «تر ټولو تیاره» پیښه وه.
هیګسیت، خپل مرستیال سین پارنیل، ته د یوې ځانگړې غونډې د رابللو دنده سپارلې ده، ترڅو د جو بایدن په حکومت کي د څېړنو پخوانۍ نتیجې په اساسي ډول وڅیړي. پارنیل او هیگسیت دواړه په افغانستان کي پخواني (تجربه لرونکي) سرتیري وه.
اړوند:آيا له افغانستان د روسانو او امريکايانو وتلو ورته پايلي لرلي؟
د بایدن ځای ناستي ډونالډ ترمپ د مارچ مياشتي په لومړیو ورځو کي د کابل په هوایي ډگر کي د ځانمرگي برید د یوه شکمن طراح نیول کیدل په ډاگه کړل. نوموړي جمهوري غوښتونکي وویل چي شکمن کس د پاکستان په مرسته نیول سوی دی. د امریکا د حکومت په حواله د «جعفر» په جنگي نوم سره نیول سوی کس، په افغانستان او پاکستان کې د داعش د جهادي ملیشې په سیمه ایزې څانگې پورې اړه لري.
دامریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې لکه جرمني په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ماموریت په چټکۍ سره د ۲۰۲۱م کال په اگست کې له شاوخوا ۱۸ کلونو وروسته پای ته ورساوه.
پلازمېنه کابل یو وار بیا د سخت دریځو اسلامي طالبانو لاس ته ولوېد. دغه برید هغه وخت ترسره سو کله چې زرگونه خلک د کابل د هوايي ډګر دروازې مخي ته امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو ته د تګ په موخه راټول سوي ول.