۲۶ هېوادونو له اوکراین سره د امنیتي ضمانتونو ژمنه کړې
۱۴۰۴ شهریور ۱۴, جمعهد فرانسې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د کيف د متحدینو تر ېوې غونډې وروسته وویل چې ۲۶ هېوادونو اوکراین ته تر جګړې وروسته د امنيتي ضمانتونو د وړاندې کولو ژمنه کړې ده.
د «داوطلب هېوادونو ائتلاف» ۳۵ هېوادونو رهبرانو چې اکثریت ېې اروپايي دي، د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د امنيتي ضمانتونو موضوع د نهايي کولو په مقصد غونډه درلوده. دوی له دغو ضمانتونو څخه د دونالد ترمپ د ملاتړ غوښتونکي شوي دي.
امانويل ماکرون وويل چې هغه او د اروپايي هېوادونو نورو رهبرانو او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي له دونالد ترمپ سره یوه ټیلفوني اړیکه ونیوله او زیاته ېې کړه چې په دغو امنيتي ضمانتونو کې د امریکا متحده ایالاتو برخه اخیستنه به په راتلونکو ورځو کې نهايي شي.
امنيتي ضمانتونه اوکراین ته د اطمینان ورکونې او پر دغه هېواد د روسیې د بیا حملې د مخنيوي په خاطر په نظر کې نيول شوي دي. روسیې په ۲۰۲۲م کال پر اوکراین تمام عیار پوځي یرغل پيل کړ.
ماکرون د پاریس په الیزه ماڼۍ کې له زیلنسکي سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «په کومه ورځ چې جګړه پای ته ورسېده، امنيتي ضمانتونه به مستقر کیږي.»
اروپايي مقامات وايي چې په حاضر وخت کې سولې ته رسېدل لرې برېښي، خو غواړي هر کله چې جګړه پای ته رسیږي، هغوی به د امنيتي ضمانتونو وړاندې کولو ته چمتو وي.
دوی امنيتي ضمانتونه اوکراین ته د ډاډ او له کیف څخه خپله د ملاتړ لار ګڼي او تمه لري چې په دغو هڅو کې ورسره دونالد ترمپ هم يو ځای شي.
مکرون په سر کې وویل چې ۲۶ هېوادونه به په اوکراین کې ځواکونه مستقر کړي، خو د هغو نومونه ېې وا نخیستل. اما وروسته ېې وویل یو شمېر هېوادونه چې له اوکراینه بهر ضمانتونه وړاندې کوي، هغوی د بېلګې په توګه د اوکرایني ځواکونو په روزنه او تجهیز کې مرسته کوي.
هغه دا هم ونه ویل چې په دغو امنيتي ضمانتونو کې به څه شمېر ځواکونه دخیل وي.
آلماناو نورو هېوادونو ژمنه کړې چې په دغو هڅو کې به مشارکت وکړي. خو برلین اعلان کړی چې د پوځي ژمنې تصمیم به یوازې هغه وخت نیسي چې شرایط، له هغې جملې په امنيتي ضمانتونو کې د امریکا متحده ایالاتو د ونډې کچه، مشخصه شي.
پوتین: په اوکراین کې به غربي ځواکونه په نخښه شي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د دغه خبر تر اعلان یوه ورځ وروسته د جمعې په روځ خبرداری ورکړ که اوکراین ته غربي ځواکونه استول کيږي هغه به د مسکو پوځ له پاره یو «مشروع» هدف وي.
پوتین په ولادیوستوګ ښار کې په یوې اقتصادي مجمع کې وویل: «که ځيني ځواکونه هلته راڅرګندیږي، په ځانګړې توګه اوس د نښتو پر مهال، موږ دغې دندې ته چې هغوی به مشروع اهداف وي، ټینګ یو.»
د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې د غربي ځواکونو استقرار د اوږدمهاله سولې له پاره ګټور نه دی.
له آرشیف څخه: