په ۲۰۲۲ کي د نړۍ غوره روغتونونه
نیوزویک د ۸ زره ډاکټرانو، مدیرانو او نورو روغتیايې متخصصینو په مرسته په ۲۷ هیوادونو کې ۲۲۰۰ کلینیکونه ارزولي دي. په دې انځوریز راپور کې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ له غوره روغتونونو سره آشنا شې.
د نړۍ تر ټولو غوره روغتیاېې مرکزونه
نیوزویک مجلې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ د سلو غوره کلینیکونو نوملړ خپور کړی دی. په نړۍ کې د غوره کلینیکونو په نوملړ کې، متحده ایالات د ۳۳ کلینیکونو سره لومړی ځای، آلمان د ۱۴ کلینیکونو سره دویم ځای، ایټالیا او فرانسه په ګډه د ۱۰ کلینیکونو سره د نړۍ دریم ځای لري.
د مایو کلینیک
د مایو کلینیک د امریکا په مینیسوټا کې په ۱۸۸۹ کال کې جوړ شوی چې په فلوریډا او اریزونا ایالتونو کې هم څانګې لري. دغه کلينيک ۶۵ زره کارکوونکي لري او کلنی عايد يې ۱۲ ميليارده او ۶۰۳ ميليونه ډالره دی او د طبي څېړنو او زده کړو په برخه کې هم فعالیت لري. اډوارډ کینډل او فیلیپ شوالټر هینچ د طب په برخه کې د ۱۹۵۰ نوبل جایزې ګټونکي د همدې کلینیک اړونده کسان وه.
د کلیولینډ روغتون
د کلیولینډ کلینیک، چې د متحده ایالاتو په اوهایو ایالت کې موقعیت لري، په کال ۱۹۲۱ کې په ۶۹ هکتاره ساحه کې د ۱۱ څانګو او ۱۹ کورنیو د روغتیا پاملرنې مرکزونو په درلودو سره رغول شوې. یاد کلینیک د متحده ایالاتو سربیره په ابوظبي، ټورنټو، او لندن کې هم څانګي لري. په دې کلینیک او څانګو کې ېې د بسترونو ټولټال شمیر ۶۰۲۶ ته رسیږي.
د ماساچوست عمومي روغتون
د بوسټن ایالت دا روغتون چې د هارورډ پوهنتون سره تړلی ترټولو پخوانی څیړنیز او تعلیمي مرکز بلل کیږي چې په ۱۸۱۱ کال کې تاسیس شوی. دا روغتون ۹۰۶ بسترونه، ۱۹ زره طبي کارکوونکي او ۳۶۰۰ ډاکټران لري. په کال کې یو میلیون بیړنۍ لیدنې یا د ناروغانو کتنه، ۳۵ زره جراحۍ، ۳ زره زیږون او نور طبي خدمات لري او د څیړنې لپاره په کال کې ۵۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري.
د کاناډا د ټورنټو عمومي روغتون
دا روغتون د کاناډا پوهنتون د څیړنې شبکې یوه برخه ده چې په کال ۱۸۱۲ کې جوړ شوی. یاد روغتون ۴۷۱ بسترونه لري، د زړه او ټرانسپلانټیشن یا د بدن د غړو د پیوند په برخو کې په نړۍ کې یو له غوره روغتونونو څخه دی. په دغه روغتون کې په ۱۹۸۶ کال کې د نړۍ لومړنی د سږو ترانسپلانټ (پیوند) ترسره شو.
د المان په برلین کي د شاریته روغتون
شاریته روغتون په ۱۷۰۹ کال د نومبر پر۱۴ جوړ شوی. په اروپا او نړۍ کې یو له سترو طبي مرکزونو څخه دی، ۳ زره بسترونه، ۲۹۰ پروفیسوران، له ۸ زره څخه ډیر طبي زده کونکي، ۱۸زره ۷ سوه طبي کارکوونکي لري چې په کال کي ېې ۲ ملیارده یورو کلنی عاید دی.
د جانزهاپکنز روغتون
د جانزهاپکنز د طبي څیړنو مرکز، په ۱۸۸۹ کال کي د امریکا متحده ایالتونو د میرلنډ ایالت په بالټیمور کې تاسیس شوی. د امریکا په تاریخ کې یوازینی روغتون دی چې په تیرو ۲۱ کلونو کې یې تل د غوره روغتون لقب ګټلی. د طب ډیری تخصصي څانګي لکه د ماشومانو له پاره د درملو جوړیدل، رواني درملنه، د زړه جراحي، او عصبي جراحي په همدې روغتون کي تاسیس شوي.
په فرانسه کي د پیتی سالپتری یر روغتون
یاد روغتون چې ۱۶۰۳ بسترونه لري د پاریس د سوربون پوهنتون تر نظارت لاندې په ۱۶۳۸ کال کي د څوارلسم لوئ په امر رغول شوې او د نړۍ د خورا مشهورو روغتونونو څخه بلل کیږې.
په سویډن کې د کارولسینکا روغتون
دغه روغتون ۱۶۰۰ بسترونه، ۱۵ زره طبي کارکوونکي لري او ۲۱۰۰ کسان پکې په څیړنه بوخت دي چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې د سویډن په ستاکهولم کې فعالیت کوي او کلنی عاید یې ۱۲ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه سویډني کرون ته رسیږي.
د رونالډ ریګن طبي مرکز
د رونالډ ریګن طبي مرکز چې د امریکا کالیفورنیا پوهنتون سره تړلی، په ۱۹۵۵کال کې تاسیس شوی چې ۵۲۰ بستره لري. د دې مرکز ۱۶ طبي څانګي د کیفیت له پلوه د ۵ زره امریکایی روغتونونو په مینځ کې په لوړه درجه کي دي.
په اسراییل کې د شیبا روغتون
د اسرائیلو په تل هاشومر کې د شیبا طبي مرکز، د ۱۷۰۰ بسترونو په درلودو سره په اسراییل کې تر ټولو لوی روغتون او طبي مرکز دی. دا مرکز د کیفیت لرونکو طبي خدماتو او ځانګړي طبي څیړنې ترڅنګ د سرطان درملنې په برخه کې په نړیواله کچه شهرت لري.
د سویس پوهنتون د لوزان روغتون
یاد روغتون ۱۵۶۸ بسترونه او ۹ زره طبي کارکوونکي لري چې په کال ۱۸۹۰ کي د سویس په لوزان کې تاسیس شوې. یاد روغتون هر کال ۴۵ زره ناروغان او ۳ زره زیږونونه لري چې په ۲۰۱۹ کال کي د نړۍ په کچه د نیوزویک په لیست کي ېې نهم ځاې خپل کړ.
د سنګاپور عمومي روغتون
دغه ۱۷۰۰ بستریز روغتون په ۱۸۲۱ کال کې په سنګاپور کې د مېشتو برتانوي پوځیانو لپاره جوړ شو. یاد روغتون د سترګو، زړه، سرطان او غاښونو په برخه کي د سنګاپور د غوره روغتیاېې مرکزونو څخه بلل کیږې.