په یوه ورځ له ایران او پاکستان ۳ زره افغانانو اخراج شوي
۱۴۰۴ خرداد ۱۱, یکشنبهله پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ویستلو بهیر په شدت دوام لري. د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د طالبانو کمیسیون ویلي چې یوازې د یکشنبې په ورځ ( د جون لومړۍ) نیټه، ۷۷۵ افغان کډوالې کورنۍ، چې ۳۱۹۷ کسان پکې شامل دي، له ایران او پاکستان څخه په زوره افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه کمیسیون وویل چې کډوال د ننګرهار له تورخم، د کندهار له سپین بولدک، د هرات له اسلام کلا، د نیمروز له ورېښمو لارې، د پکتیکا له انګور اډې، د هلمند له بهرامچې او د پاکستان او ایران له نورو سرحدي سیمو څخه افغانستان ته لیږل شوي دي.
د کمیسیون په وینا، د شنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۷۲۵ افغان کډوال اخراج شوي دي. له دې جملې څخه ۹۴۳ تنه له ایران او ۷۹۱ تنه له پاکستان څخه راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي د دوی له بیا واک ته رسیدو ۵ میلیونه ۹۷ افغانان له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دی.
د وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په یوه ویډیي پیغام کې ویلي چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې، ۲۶۸زره افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یوانایچسيآر) وایي تیرو دوو میاشتو کې له ۵۰۰ زره څخه ډیر افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له جدي بحران سره مخ دی او د کډوالو د راستنیدو پروسه باید په خپله خوښه او په خوندي شرایطو کې ترسره شي.