په یوه انځوریز رپوټ کې د المان د کولن ښار ننداره کوو
که تاسې له سیاحت سره مینه لرئ، نو د کولن ښار ضرور ووينئ. دا د المان د نوردراین- ويستفالن ایالت تر ټولو لرغونی او لوی ښار دی. په دې انځوریز رپوټ کې د دغه کلتوري ښار سیل کوو.
کارنیوال
د کارنیوال لومړي مراسم د نومبر میاشتې په ۱۱ نیټه پیلیږي. تر دې وروسته بیا سټریټ کارنیوال دی چې په فیبرورۍ میاشت کې له «وایبر فاسټ نخت» یا د ښځو کارنیوال سره پیلیږي. تر پنځو ورځو پورې خلک په ډیر جوش او لیوالتیا سره دغه جشن لمانځي او د عامه ژوند چارې نږدې په ټپه ودریږي.
د کولن کلیسا یا کولنه دُم
دغه لرغونې کلیسا د ریل مرکزي سټیشن یا تمځای ته هر یوه رسیدونکي شخص ته هرکلی وایي. دا کلیسا ۱۵۷ متره لوړوالی لري او په تیرو ۶۰۰ کلونو کې د مختلفو ادارو له خوا رغول شوې ده. ډیر شمیر سیمه ایز خلک دا د ګوتیکې معمارۍ شهکار بولي، په داسې حال کې چې دا کليۍا د یونیسکو په تاریخي میراث کې هم شامله ده.
ښایسته او بډایه کلیسا
په منځنیو پیړیو کې کولن د المان تر ټولو ستر او بډایه ښار و، په داسې حال کې چې تر ټولو ډیرې کلیساوې هم په همدې ښار کې موجودې وې. د دې دور ۱۲ کلیساوې تر اوسه پورې محفوظ دي او په ټولو کې د پام وړ یي د سنت اورسولا کلیسا ده. د دې کلیسا د کلایي حفاظتي پوښ یوه برخه له انساني هډوکو څخه جوړه شوې ده.
د ښار ۲۰۰۰ کلن تاریخ
د دې ښار بنسټ تر ميلاد وروسته په ۵۰ عیسوي لسيزه کې رومیانو یا د روم خلکو ایښې وو. په هغه وخت کې دا د کولونیا اګریپينا په نوم یادیده. تر نن ورځې پورې د کېندنو پر مهال د رومي دورې بقایا موندل کیږي. اوسمهال د ښار پر هغې تاریخي لارې کار روان دی چې سیلانیانو ته د ښار یهودي او رومي تاریخ بیانوي.
د کولن ښار پخوانی مرکز
د جامع یا سترې کلیسا ترڅنګ د راین سیند بهیږي او پر څنډو یي یو بل ته نږدې او رنګارنګ کورونه په قطارونو کې لیدل کیږي. دا د ښار لرغونې برخه ده چې ډیر شمیر شراب خانې او رسټورانټونه لري. دغه برخه په سیلانیانو کې ډیره مشهوره ده. د ښار د دې برخې بنسټ هم رومیانو ايښې وو چې ترڅنګ یي یو بندر هم جوړ کړای شوی و.
د راین په غاړه
که د راین سیند نه وای، نو کولن به څه ارزښت درلودلی؟ د دې تصور کول هم ناممکنه دي، ځکه له همدې سیند سره د دې ښار رونق برابر دی. دا سیند نږدې ۳۰۰ متره سور لري او د دې ګڼ میشته ښار تر یوه میلیون زیات وګړو ته یې د خوښۍ احساس وربخښلی دی. د ښار اوسیدونکي د دې په څنډو کې لوبې کوي، آرام کوي او یا هم خوراک او څښاک کوي.
د کولن د مجسمو پارک
کولن له رومي تاریخ څخه نیولی بیا تر منځنیو پیړیو پورې د خپلې کلاسیکي او نویو هنرونو له کبله مشهور دی. د ښار په شمال کې د راین په غاړه د مجسمو پارک د لیدو وړ دی. په دې پارک کې د ډیر شمیر مشهورو مجسمه جوړونکو شهکارونه ايښودل شوي او ننوتل ورته وړیا یا مفت دي.
د ژوند له ښلا ډکه سیمه «رينګه»
د کولن حلقوي سړک د پخواني ښار له دیوال سره یوځای غځیدلی دی. په شمال کې «ابرت پلتڅ» څخه نیولی بیا په سویل کې د «کلودویش پلتڅ» ترمنځ څو تفریحي زونونه دي، چې په هغو کې کلپونه، رسټورانټونه، بار او کافې ګانې موجودې دي.
پیر، بیر او بیر
په کولن کې تر ۴۰ ډیر د بیر (د اوربشو اوبو شراب) کارخانې شتون لري. لویې کلیسا یا کولنه دُم ته نږدې «فریو» نه یوازې دا چې د المان د اوربشو اوبو با بیرو تر ټولو لرغونې کارخانه ده، بلکې دا د المان په کچه تر مونشن وروسته د بیر جوړولو تر ټولو لویه کارخانه هم ده.