په کوم هیواد کې سګریټ ګران دي!
سګریټ د ګڼ شمیر ناروغیو لامل ګڼل کیږي او یو شمیر هیوادونو يي پر وړاندې ممانعتونه لګولي، خو بیا هم داسې کسان شته چې په سګریټو ډیرې پیسې ورکوي. د بیلګې په توګه په آسترالیا کې د یوې قطۍ سګریټو بیه تقریباً ۱۴۷۵ افغانۍ ده.
۱. آسترالیا
په آسترالیا کې د یوې قطۍ سګرټو بیه ۱۶ یورو او ۷۸ سنته ده او په دې ترتیب د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله په دې هیواد کې سګریټ لوړه بیه لري.
۲. نیوزیلنډ
په نیوزیلنډ کې یوه قطۍ سګریټ ۱۴ یورو او ۸۱ سنته ده.
۳. آیرلنډ
په آیرلنډ کې د یوې قطۍ سګریټو بیه ۱۱ یورو او ۵۰ سنته ده.
۴. ناروې
په ناروې کې د یوې قطۍ سګریټو بیه ۱۱ یورو او ۴۰ سنته ده.
۵. بریتانیا
په بریتانیا کې د یوې قطۍ سګریټو بیه بیا ۱۰ یورو او ۵۰ سنته ده.
۶. کاناډا
کاناډا بیا په دغه نوملړ کې شپږم هیواد دی. په دغه هیواد کې د یوې قطۍ سګریټو بیه ۸ یورو او ۵۶ سنته ده.
۷. اسرائیل
په اسرائیلو کې د یوې قطۍ سګریټو بیه ۸ یورو او ۱۹ سنته ده.
۸. فرانسه
د هغو هیوادونو په نوملړ کې چې سګریټ په کې ګران دي فرانسه هم راځي. په دغه هیواد کې د یوې قطۍ سګریټو بیه ۷ یورو او ۳۰ سنته ده.
۹. آلمان
په آلمان کې بیا د یوې قطي سګریټو بیه ۶ یورو او ۳۰ سنته ده.
۱۰. امریکا متحده ایالات
په امریکا متحده ایالاتو کې د یوه قطي سګرټو بیه ۶ یورو ده.
۱۱. ډنمارک
په یو شمیر اروپایي هیوادونو کې د سګریټو پر قطیو له هغې څخه د رامنځ ته کیدونکو زیانونو په هکله خبرداري لیکل شوي. په ډنمارک کې د یوې قطۍ سګریټو بیه ۵ یورو او ۹۰ سنته ده.
۱۲. جنوبي افریقا
افریقایي هیوادونه هم په دغه نوملړ کې شامل دي. په جنوبي افریقا کې د یوې قطۍ سګریټو بیه ۳ یورو او ۴۶ سنته ده.
۱۳. اوکراین
په اوکراین کې د یوې قطۍ سګرټو بیه ۹۱ سنته ده او په دې توګه د نورو هیوادونو په پرتله په دې هیواد کې سګرټ ډیر ارزانه دي. د سګرټو د بیې په هکله معلومات د numbeo.com په نامه ویباڼې راټول کړي او د statista.com په نامه ویباڼې خپاره کړي دي.