په کابل کي د سویس د بشري مرستو دفتر پرانیستل سو
۱۴۰۴ فروردین ۱۲, سهشنبهد سویس د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (مارچ ۳۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کي د سویس د پراختیايي او گډ کار آژانس (اس دیسی) د نمایندگۍ له پرانیستلو څخه خبر ورکړی دی.
نوموړي وزارت په دغه اعلامیه کي لیکلي دي، چي د سویس د بشري مرستو د واحد (اساچای) د کارپوهانو یو ټیم په کابل کي خپل دفتر پرانیسته. دغه وزارت ویلي دي چي نوموړی دفتر به په افغانستان کي اړمنو کسانو ته د مرستو په رسولو کي آسانتیاوي برابرې کړي.
اړوند:سويس د افغانستان له خلکو سره ۲،۶ ميليونه ډالره مرسته کړې
د سویس د پراختیايي او گډ کار آژانس فعالیتونه د ۲۰۲۱م کال په اگست میاشت کي واک ته د طالبانوېتر رسیدو وروسته په ټپه درېدلي وه او دفتر یې تړل سوی وو.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي په افغانستان کي بشري بحران په نړۍ کي یو له تر ټولو ناوړه بحرانونو څخه شمیرل کیږي او واک ته د طالبانو له رسیدو څه ناڅه ۴ کاله وروسته، د هیواد نیمايي نفوس همدارنگه په بشري مرستو پوري تړلی دی.
له همدې کبله د سویس د پراختیايي او گډ کار آژانس، د روان کال د مارچ مياشتي په نیمايي کي په افغانستان کي د بشري مرستو د رسولو یو دفتر پرانیست او د دغه آژانس د بشري مرستو د واحد څلورو لوړپوړو چارواکو او لس تنو سیمه ایزو کارکوونکو په کابل کي د دغه هیواد په پخواني دفتر کي په خپلو فعالیتونه پیل کړی دی.
د دغې اعلامیې په یوه برخه کي راغلي دي: «دغه سیمه ایز حضور د سویس د پراختیايي او گډ کار ادارې ته اجازه ورکوي، ترڅو خپل پروګرامونو ته له اوسني وضعیت سره تطابق ورکړي او د سیمه ایزو او نړیوالو شریکانو سازمانونو په همکارۍ یې په بشپړ ډول اداره کړي. دا کار د خلکو د اغیزمن ملاتړ سبب کیږي.»
سویس ټینگار کړی دی چي بشري مرستې، د افغانستان د مدني ټولنې د ملاتړ په تیره بیا ښځو او نجونو او په کلیوالو سیمو کي د غذايي مصؤنیت، په افغانستان کي د سویس د پراختیايي او گډ کار ادارې له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي.
د سویس د پراختیايي او گډ کار د دفتر کلنۍ بودیجه د هغه د کارکوونکو د عملیاتي لگښتونو په گډون ۲۵ میلیونه سویسي فرانکه کیږي.