په پنجاب کې يوه سړي د خپلې کورنۍ نهه کسان وژلي
۱۳۹۸ تیر ۱۰, دوشنبهد ملتان د پولیسو مشر عمران محمود وويل چې د محمد اجمل په نوم کس پر خپل جرم اعتراف کړی دی او ويلي یې دي چې دا کار یې د خپلې ميرمنې چې کرن نوميدله، د احتمالي نامشروع اړيکو د غچ اخيستنې په موخه کړی دی.
هغه وويل چې اجمل ۲۵ ورځې تر مخه له سعودي عربستان څخه بیرته پاکستان ته د خپلې ښځې د وژلو په نيت ستون شوی وو. ویل شوي دي چې نوموړی په سعودي کې خياط وو.
محمود وويل چې اجمل پر دغو قتلونو اعتراف کړی دی. نوموړي زياته کړه: «دا په واضح توگه يوه ناموسي وژنه ده. هغه د خپلې میرمنې او يوه بل تن گډ انځور لیدلی وو او فکر یې کاو چې ښځه یې له بل چا سره اړيکي لري.» محمود زياته کړه: «هغه پر خپله کړنه پښېمانه نه دی.»
اجمل د خپلې ميرمنې او دوو اولادونو ترڅنگ خپلې درې خوښينې، د هغوی دوه اولادونه او خپله خواښې وژلې ده.
اجمل او د هغه پلار چې د قتلونو پر وخت ورسره وو، دواړه له پوليسو سره دي او د قتل دعوا ورباندې شوې ده. پولیس اوس د هغه د ورور په لټه کې دي چې گومان کيږي هغه هم په دې پېښه کې ښکيل دی.
د بشري حقونو سازمانونو په حواله په پاکستان کې هر کال په سونو نجونې او ښځې د ناموس په نامه وژل کيږي.
د وژل شوې ښځې کرن ورور علي رضا رويترز خبري آژانس ته وويل چې د هغه خور او اجمل د پېسو پر سر وران ول او نوموړی څه موده وړاندې بيرته پاکستان ته ستون شوی وو او له خپل پلار او ورونو سره یې ژوند کاوه. هغه وويل: «یوازې زه او پلار مې پاته يوو، نوره ټوله کورنۍ مو ووژل شوه.»
پوليسو ويلي دي چې د اجمل په نوم دغه تن تر اوسه وکيل نه دی نيولی او رويترز خبري آژانس هم د هغه د کورنۍ له غړيو سره په خبرو نه دی توانيدلی.
په پاکستان کې په ۲۰۱۶م کال کې د ناموسي وژنو پر ضد يو قانون تصويب شو چې د عاملينو له پاره سخته سزا په نظر کې لري او د دې مخه نيسي چې د قرباني د کورنۍ له خوا تر بخښل کيدو وروسته قاتل له سزا بچ شي.
د پاکستان د پوليسو په حواله د دې قانون له عملي کيدو راهيسې د ناموسي وژنو شمير نيمايي شوی دی، خو د بشري حقونو فعالان وايي چې اوس هم په کال کې کابو ۱۰۰۰ ناموسي وژنې کيږي.
bs/nz (Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: