په پاکستان کې یو لرغونی بودايي عبادتځای موندل شوی
۱۴۰۰ آذر ۳۰, سهشنبه
ایټالوي لرغون پيژندونکو په پاکستان کې د یو بودايي عبادتځای پاته شوي برخي موندلي دي. دغه عبادتځای تر میلاد ۳۰۰ کاله مخکي ودان وو او اوس د پاکستان په شمال ختیځه سیمه کې د کیندونو پر مهال راوتی دی.
په سیمه کې ستر لرغون پیژندونکي عبدالصمد خان وايي: »دغه مجسمه يې د سوات په هغه لرغونې سیمه کې موندلې ده چې تیرکال ورکي د هندوانو یو عبادتځای هم موندل شوی وو.
هغه وايي: «د دغه معبد کشف له خورا ډېرو اړخونو لکه دیني پیوستون او د ګندهارا په دوران کې د تساهل او بیلابیلو فرهنګونو موجودیت له نظره ډېر ارزښتمن او خاص بلل کیږي.«
د ګندهارا پاچاهي تر میلاد نږدې زر کاله دمخه په هغه سیمه کې چې د اوسني افغانستان ختیځه سیمه او د پاکستان شمال لوېديځه سیمه شمیرل کیږي را منځته شوه او نږدې زر کاله يې داوام وکړ.
هغه مهال د سوات درې د هغو هندو بودايي او هندو یوناني باچاهانو تر منځ خاص شهرت درلود چې له مقدوني سکندر سره له یونان څخه دغي سیمي ته راغلی ول.
عبدالصمد خان وايي، په دغه سیمه کې د هندو او بودايي معبدونو او عبادتځایونو کشف او راسپړل دا ښيي چې د دغو دواړو ادیانو پيروانو یا په یوه مهال او سره یو ځای ژوند درلود او یا يې هم یو په بل پسې دا معبدونه ودان کړي دي.
په سوات دره کې د وروستیو راسپړنو پر مهال د هندو یوناني پاچاهۍ په دورې پوري مربوط یو شمیر سکې او مهرونه هم راوتلي دي او دا ښیي چې د سوات دره په زرهاوو کاله مخکي هم د څو بېلا بېلو فرهنګونو ښار وو.
سوات دره چې هغه مهال «بازیره» نومیدله، د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د زیږیدو ځای دی.
ملاله د نجونو د تعلیم له پاره په مبارزه کې د طالب جنګیالیو له خوا په ګولۍ وویشتل شوه او سخته ټپي شوه.
عبدالصمد خان وايي چې ایټالوي او پاکستاني لرغون پيژندونکي به په دغه سیمه کې د ژوند او تاریخ په باب خپلو راسپړنو ته دوام ورکړي.
ع،ب/د،ز(دویچه ویلی دری)