په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو شمیر لوړ شو
۱۴۰۱ تیر ۲۱, سهشنبهپه ټوله کې په پاکستان کې په وروستیو وختونو کې ۱۵۷ کسان بارانونو پورې د تړلو پیښو له کبله وژل شوي دي. د پاکستان د کراچې ښار ځینې برخې د دویمې ورځ له پاره تر اوبو لاندې دي. د پاکستان په دغه تر ټولو ډیر نفوس لرونکي ښار کې شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان ژوند کوي. سیلابونو د دې ښار یو شمیر اوسیدونکي په خپلو کورونو کې پاتې کیدو ته اړ کړي دي او مرسته کوونکو ته یې خلکو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
په اسلام آباد کې له طبعي پیښو سره د مبارزې ادارې ویلي دي چې له جون میاشت راهیسې په پاکستان کې د سیلابونو له کبله چې د ډیرو بارانونو په پایله کې رامنځ ته شوي وو، لږ تر لږه ۴۴ ښځي او ۴۷ ماشومان وژل شوي دي.
هوا پوهاند سردار سرفراز، ویلي دي چې له پنجشنبې ورځې څخه به نوي بارانونه د پاکستان په سویل کې سیند زیانمن کړي. هغه زیاته کړه: «له دې سره به به لا ډیر ښارونه تر اوبو لاندې او وضعیت به لا پسې خراب شي.»
په پاکستان او ګاوندي هیواد هندوستان کې وروستیو سیلابونو په داسې سیمو کې چې ډیر نفوس لري، د اقلیم د بدلون اغیزو په اړه اندیښنې لا ډیرې کړې دي. د پاکستان د اقلیم وزیر تیره اوونۍ ویلي وو چې هیواد یې ځمکې د تودوخې درجې د لوړیدو له کبله له یوه وجودي کړکیچ سره مخامخ دی.