په پاکستان کې د تیلو بیې بیا لوړې شوي
۱۳۹۸ فروردین ۱۲, دوشنبهد پاکستان د حکومت په وینا د پترولو او ډیزلو د یوه لیټر بیه شپږ روپۍ زیاته شوې ده او د خاورو تیلو بیه درې پاکستانۍ کلدارې لوړه شوې ده. په بازار کې اوس د یوه لیټر ډیزل بیه ۱۱۷،۴۳ کلدارې ده او د پټرولو دا بیا په ۹۸،۸۹ روپو ته رسیدلې ده. دا په تیرو نهو میاشتو کې د پترولو تر ټولو لوړه بیه ده.
د یوه رپوټ له مخې د پاکستان حکومت لا تر مخې د پترولو پر تولیداتو مالیه ۱۷ سلنې ته لوړه کړې ده. تر دغې پریکړې وروسته په پاکستان کې په ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو د پترول بم، هیشتګ لاندې باندې کیږي.
د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي د پاکستان د مالیي د وزیر او همداشان د لومړي وزیر عمران خان پخواني ټویټونه شریکوي، چې هغه مهال پر حکومت باندې د تیلو د بیو د لوړولو له کبله انتقادونه کړي دي.
د ټویټر یوه کاروونکي سعاد رشید، لیکلي دي: «که له پورونو سره د پترولو د بيي په لوړېدو دفاع کوئ، نو کله چې مو لومړۍ څرګندونې کولی تاسو ته باید معلومه وای چې راتلونکي حالات به څه ډول وي. که چیرې تاسو هم سیاسي څرګندونې کولې نو ستاسو او د پي ام ال (پاکستان مسلم لیګ ن) او پي پي پي (پاکستان پیپلز پارټي) څه توپیر دی.»
ځینو نورو کارونکو هم د تیلو د بیو د لوړیدو پر ضد پر اوسني حکومت انتقادونه کړي دي. دا په تیرو نهو مياشتو کې څویم وار دی چې اوسنی حکومت د تیلو بیې لوړوي.
س ر/ ن ز (ب ج/ ع ا)