په پاکستان کې افغان ښځینه فعالانې له اخراجه بیره لري
۱۴۰۳ اسفند ۳۰, پنجشنبهد ښځو د حقونو فعاله، زهرا موسوی د طالبانو د ادارې په وړاندې له څو میاشتو احتجاج وروسته مجبوره سوه د ۲۰۲۲ م کال په مارچ کې له افغانستان څخه پاکستان ته وتښتي. هغه اوس په پټه ژوند کوي او د پاکستاني پولیسو له خوا له نیول کیدو او له دغه هیواده له اخراج څخه بیره لري.
د ۲۰۲۱ م کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، ښځې په تکرار سره سړکونو ته راووتلې او د خپلو حقونو د ساتلو له پاره یې احتجاج وکړ. موسوي هم د طالبانو پرضد اعتراضونو کې ګډون وکړ. هغې په دغو احتجاجونو کې د شرکت له لارې د ښځو له حقونو دفاع کوله او غوښتل یې چې له دې لارې د افغان ښځو آواز نړیوالو ته ورسوي.
خو پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو د ادارې له خوا د مخ په زیاتیدو محدودویتونو په وضعه کولو او له عمومي ژوندانه څخه د هغوی په تدریجي حذف کولو سره، موسوي مجبوره سوه چې افغانستان پریږدي. خو هغه په پاکستان کې په دغه هیواد کې د اوسیدو له پاره د اړتیا وړ اسنادو د جوړولو په برخه کې له ستونزه سره مخامخ سوه.
دې ۲۹ کلنې ډویچه ویلې ته وویل:«د لوړو لګښتونو او د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو په برخه کې د سختګيرانه سیاست له امله مې ونه سوای کولای د خپل ځان او کورنۍ له پاره د پاکستان ویزه واخلم.»
اړوند:د بشري حقونو د څار سازمان: اجباري اخراج افغانان له ګواښ سره مخامخ کوي
هغه زیاتوي:«دا ددې سبب سو چې د فبرورۍ پر ۲۲ مه د پاکستان د پولیسو له خوا ونیول سم. هغوی په شخصي کالیو کې زما کورته ننوتل، سخته تلاشي یې وکړه، زه او زما کوچنۍ لور یې ونیولو او موږ یې د اخراج کمپ ته بوتلو.»
هغې د خپلو خبرو په دوام وویل:«هغوی زه دوې ورځې او یوه شپه په ډیرو سختو شرایطو کې هلته وساتلم. پس له دوو ورځو، په ضمانت او د بشری حقونو د فعالانو د فشار په نتیجه کې راخلاصې سوو.»
افغان ښځینه فعالانې د خپل ژوند په هکله اندیښمنې دي
موسوي یوازینۍ څوک نه ده چې له دغه ډول ستونزو سره مخامخ ده. ډویچه ویلې له څو نورو افغان ښځینه فعالانو سره هم خبرې کړي چې هغوی هم له پاکستان څخه د اخراج له بیرې، په پټه او پرته د اقامې له اسنادو ژوند کوي.
۲۷ کلنه جمیله احمدي وايي چې د هغې ډیری هیواد وال مخکې له دې افغانستان ته استول سوي دي چې امکان لري ژوند یې په خطر کې وي.
احمدي وایی:«زما فعالیتونه په تیره بیا د طالبانو له واکمنۍ مخکې د ښځو د ظرفیت جوړولو په برخه کې، د طالبانو د زورزیاتیو په هکله، زما رپوټونه او د ملي امنیت په ریاست کې زما دندې، زه له سخت ګواښ سره مخامخ کړې یم.»
هغه زیاتوي:«که مجبوره سوم چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستنه سم، نو زما مرګ به حتمي وي. د هغې په خبره »د ښځو د حقونو ډیریو فعالانو هغه وخت پاکستان ته پناه یووړه چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندي ژوند نور د زغم وړ نه ؤ.»
احمدي وایی:«د ۲۰۲۱ م کال په فبرورۍ کې راباندي برید وسو او پښه می ماته سوه. خو زما هوډ کلک پاته سو. د ۲۰۲۱ م کال په سپتمبر کې یو وار بیا د طالبانو له خوا د وهلو ټکولو هدف وګرځيدو.»
پراخ اخراجونه
پاکستان له څو لسیزو راهیسې د په میلیونو افغان مهاجرو کوربتوب کوی. خو په تیرو دریو کلونو کې د دواړو هیوادو ترمنځ اړیکې ترينګلي سوي دي. اسلام آباد پر افغانستان باندي پر واکمنو طالبانو له دې کبله په غوسه دی چې پر پاکستاني ځواکونو د تحريک طالبان پاکستان يا «ټي ټي پي» ډلې خوا بريدونه ډېر سوي دي. پاکستان تحریک طالبان يوه وسله واله ډله ده چې په ۲۰۰۷ م کال کې یې بڼسټ ایښودل سوی دی.
د سرحدي شخړو په ډیریدو، په پاکستان کې د افغان مهاجرو په هکله اندیښنې زیاتې سوي دي. اسلام آباد په اوس وخت کې د هغو شاوخوا څلورو میلیونه افغان مهاجرو پر اخراج کارپیل کړی دی چې په څلورو لسیزو کی یې نوموړي هیواد ته مهاجرت کړی دی.
د ملگرو ملتو د سازمان د کډوالو د عالي کمیشنرۍ «یو ان اچ سی آر» په وینا پاکستان مخکې هم د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر او د ۲۰۲۴م کال د دسمبر د پای ترمنځ موده کې څه د پاسه ۸۰۰ زره افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړي دي.
حقوقي کارپوهانو او د مهاجرو د حقونو فعالانو د پاکستان د حکومت د اخراجونو پر طرحو په تیره بیا د افغان ښځو د حقونو د فعالانو په اړه انتقاد کړی دی.
په اسلام آباد کې د مهاجرو وکیل، اسامه ملک ډویچه ویلې ته وویل:«افغانستان ته د فعالانو بیرته استول، يعني هغه ځای ته یې استول چی په ډیر احتمال سره به د طالبانو د حکومت له خوا شکنجه سي، هغوی به د لا زیات خطر سره مخامخ کړي.»
د اخراج په هکله د اندیښتو زیاتیدل
احمدي وایی چې د اخراج کیدو په هکله اندیښنو د هغې پر روغتیا منفي اغیز اچولی دی:«متأسفانه څه د پاسه یوه میاشت کیږي چې د پاکستان پولیسو د مهاجرو ژوند سخت کړی دی، د نورو ترڅنګ د ویزې او د تمدید په برخه کې یې ستونزې موجودي دي. زما د ویزې وخت د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر ۲۵ مه پای ته رسیدلی دی. د ویزې د نه درلدو له امله او دا چې نه سم کولای هغه تمدید کړم، په شخصي او رواني ستونزو اخته سوې یم.»
په داسي حال کې چې د بشری حقونو ډلې، پاکستاني چارواکي د افغان مهاجرو په ځورونې تورنوي، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي او ټينګار یې کړی دی چې دغه اخراجونه د ۲۰۲۳ م کال د «پرته له سنادو بهرنیو اتباعو د استولو په نوم طرحې» یوه برخه ده.
یوه پاکستاني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې وایستل سي، ډویچه ویلی ته وویل:«د هغو کسانو په منځ کې چې اخراجیږي، د فعالانو له پاره کومه ځانګړې کتګوري وجود نه لري.» دغه چارواکی زیاته کړه:«د افغان مهاجرو د کوربه توب مسؤلیت باید یوازي د پاکستان پرغاړه نه وي. نور هیوادونه هم کولای سي افغان مهاجرو ته ځای ورکړي.»
په پاکستان کې د ملګرو ملتو د سازمان د کډوالو د عالي کمیشنرۍ یا «یو ان اچ سی آر» ویاند، قیصر خان افریدي وویل چې دغه سازمان له پاکستان څخه د مهاجرو د اخراج په هکله اندیښمن دی.
هغه زیاتوي:«د ملګرو ملتو د سازمان د کډوالوعالي کمیشنرۍ په تیره بیا د هغومهاجرو لکه د قومي او مذهبي اقلیتونو، مجردو ښځو، خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو او هنري ټولنې لکه موسیقۍ ږغوونکو په هکله اندیښمن دی چې امکان لري افغانستان ته په اخراج سره له ګواښ سره مخامخ سي.»
افریدي وویل:«د دغو مخ په زیاتیدونکو ننګونو په پام کې نیولو سره، د ملګرو ملتونو د سازمان د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستانه غوښتي دي چې د اقامې وضعیت ته په نه پاملرنې سره، له ګواښ سره مخامخ افغانانو د امنیت تأمینولو ته ادامه ورکړي.»
د نړیوالې مرستې غوښتنه
له کابل څخه ۲۳ کلنه فعاله، ماریا نوري چې په پاکستان کې د اخراج له ګواښ سره مخامخه ده، له نړیوالې ټولنې څخه د هغو افغان ښځینه فعالانو د ژغورلو غوښتنه کوي چې په بیره کې ژوند کوي.
هغې ډویچه ویلې ته وویل:«افغانستان ته اخراج د شکنجې، زندان او یاهم حتمي مرګ په معنی دی. نړیواله ټولنه باید درک کړي چې د بشری حقونو د فعالانو په تیره بیا ښځو اخراج، زموږ ژوندانه ته مستقیم ګواښ دی او باید زموږ د ساتنې له پاره سمدستي اقدام وسي.»
اسامه ملک پر لویدیځو هیوادونو د هغوی د نه عمل کولو له امله انتقاد وکړ. هغه وویل:«د خواشینۍ ځای دی چې هیڅ کوم لویدیځ هیواد دغو ښځینه فعالینو ته خپلو هیوادونو ته د سفر د جواز ورکولو له پاره سمدستي اقدام نه دی کړی.»
ماريا نوري څرګندوي چې د قانوني وضعیت او د اقامې د اسنادو نشتوالی یو ستر چلنج دی.«سربیره پردې، موږ له سختو اقتصادي شرایطو، بیکارۍ، صحي تدابیرو او زده کړو ته د نه لاس رسي، او تندلارو له خوا له امنیتي ګواښونو سره مخامخ یو.»