په واشنګتن کې د توکم پالنې او پولیسو تاوتريخوالو ضد د مظاهرو ادامه
په زرونو امريکايانو د جمعې په ورځ په واشنګټن کې يو ځل بيا د پولیسي تاوتريخوالو او توکمپالنې پر ضد مظاهرې وکړې. دوی د لینکلن د يادښت ودانۍ مخې ته راټول شوي ول. د مارتين لوتر کينګ زوی هم په مظاهره چیانو کې وو.
په زرونو ګډونوال
د واشنګټن د جمعې ورځې په مظاهرو کې په زرونو کسانو ګډون درلود. دوی په امريکا کې د تورپوستانو د مساوي حقونو غوښتنه هم کوله.
فلويد
په امريکا کې د پولیسي تاوتريخوالو او توکمپالنې ضد مظاهرې د جورج فلويد تر وژلو وروسته پيل شوي دي. دغه تورپوستی د پولیسو د يوه ماموريت پر مهال ووژل شو.
د تاوتریخوالو ادامه
د يکشنبې په ورځ د اګست ۲۳مه، يو بل تورپوستکی هم د امريکايي پولیسو په ډزو ووژل شو. هغه ۲۹ کلن، جیکوب بليک نوميده. د هغه پلار هم د شنبې ورځې د مظاهرو یو ويناوال وو.
د تورپوستو قربانيانو خپلوان
د واشنګټن د اګست ۲۸ مې نيټې مظاهرو کې د جورج فلوید او د تورپوستانو د یو شمیر نورو قربانیانو خپلوانو ویناو کې د پولیسو تاوتريخوالو څخه یادونې وکړې.
د مارتين لوترکينګ په ياد
دغه مظاهره د لینکلن د يادښت ودانۍ په زړه کې وه چیرته چې ۵۷ کاله مخکې، د تورپوستانو مدني فعال، مارتين لوتر کینګ خپله مشهوره وینا «ارمان لرم» کړې وه.
د مارتين لوترکينګ زوی
د واشنګټن د جمعې ورځې (د اګست ۲۸مه) په مظاهرو کې د مارتين لوترکينګ زوی، دریم مارتین لوترکينک هم ګډون درلود او یو د ویناوالو څخه وو.
بنسټيز بدلون
د مارتين لوتر کينګ زوی وويل يوازې مظاهرې کافي نه دي. هغه پر يو بنسټيز بدلون باندې چې واقعي او دوامداره وي، ټينګار وکړ.
مظاهرې او انتخابات
په امريکا کې د توکم پالنې او پولیسي تاوتريخوالو ضد مظاهرې، د دغه هيواد د راروانو ولسمشريزو انتخاباتو د کمپاينونو پر يوه مهمه موضوع باندې هم بدله شوې ده.
ترمپ او بايدن
د دموکراټانو نوماند او د ترمپ انتخاباتي سیال، جو بایدن د توکم پالنې ضد مظاهره کونکو سره همغږي ښيي، خو ترمپ يې مخالف دی. بايډن وايي چې که په انتخاباتو کې بریالی شو د توکمپالنې او پولیسي تاوتريخوالو پر ضد به مبارزه کوي. خو ترمپ پر «قانون او نظم» ټينګار کوي او د«غلو او بلواګرو» د اقداماتو په وړاندې يې خبرداری ورکړی دی.
کرونا او لاريون
اکثریت د مظاهره کونکو د مظاهرو پر مهال ماسکونه تړلي ول. امريکا متحده ایالات د نړۍ په سطحه د کرونا تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې لري.