په هانوور کي خلک بې له ټيکته د سفر کولو اجازه لري
۱۳۹۸ آذر ۹, شنبهاوس دجرمني په نیدرزاکسن ایالت کي، چي پایتخت یې د هانوور ښار دی، د موټر جوړولو د شرکتونو پخوانی شعار اعتبار لري، چي «د ازادو خلکو له پاره ازاد سفر» نومیږي. ویل کیږي چي نور ښارونه لکه موینستر او کارلسروهه هم غواړي دغه لار تعقیب او خاصتأ د کريسمس اختر په ځینو ورځو، له هغې جملې څخه نن شنبه (د نومبر میاشتي ۳۰ مه نیټه) خلکو ته ددې امکان ورکړي چي بې له ټيکته تگ راتگ وکړي او خپلی سوداوي وکړي. د کريسمس په ورځو کي د خلگو ازدحام ډیر وي او ددې مطابق د موټرونو څخه استفاده هم ډیره وي.
خو د دغه ایالت د تراسپورت وزیر، اولف بیرگر فرانس د دغه امتحاني عمل تر شروع کیدو دمخه ټینگار کړی دی،چي «څنگه اوسیدونکي د دغي عرضې په مقابل کي عکس العمل ښيي» او ایا هغه کسان چي تر اوسه پوري یې د عامه ترانسپورت څخه استفاده نه کوله، دې کار ته به تشویق سي.
په دې ارتباط په هانوور کي د سپرلیو څخه نظرپوښتنه هم پلان سوې ده او هم به نور بسونه او ټرینونه اضافه سي. په هانوور کي د تیري پنجشنبې له ورځي (د نومبر میاشتي ۲۸ مه نیټه) راهیسي د زرغون گوند څخه نوی ترکي الاصله ښاروال، بېلیت اوناري انتخاب سوی او غواړي د موټرونو په واسطه رامنځته سوي مضره گازونو په راکمولو سره اقلیم تر یوه حده پوري وژغوري. دئ پر ډیرو سړکونو باندي د موټرونو د بندیدو پلان هم لري، خو اوسنی پلان د پخوا څخه موجود ؤ.