په نیوجیرسي کې شپږ تنه په ډزو وژل سوي
۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبهد امريکا په ساحلی ښار نیوجیرسي کې دوه نارینه په ساعتونو د امنیتی ځواکونو سره متقابلی ډزې تبادله کړې. د پولیسو په حواله په دې ترڅ کې درې ملکي کسان، یو پولیس او دوه برید کوونکي ووژل سول. دوه نور سرسري ټپي سوي چارواکي په روغتون کې تر یوې لنډې درملنې وروسته، بیرته رخصت سوي دي.
ویل کیږي چې یو وژل سوی پولیس د غیرقانوني وسلو پر ضد ماموریت له امله ډیر مشهور وو. پولیس گومان کوي، چې نوموړي کله چې غوښتل غیرقانوني وسله ونیسي، همدلته په يوه هديره کې لومړۍ ډزې شوي دي. وروسته بیا د لومړنیو معلوماتو له مخې برید کوونکو د یوه غلا سوي موټر په واسطه شاوخوا یو نیم کیلومتره لیری سوپرمارکیټ ته حرکت وکړ. دغه موټر بیا وروسته د چاودیدونکو موادو له امله تلاشي سوی هم دی.
تر سختو ډزو لاندی
د پولیسو مشر مایکل کیلي وویل چې نوموړي ځای ته د رسیدو سره سم امنیتي ځواکونه سمدستي ترسختو ډزو لاندې راغلل. د هغه په خبره »هغوی په ساعتونو تر دغو ډزو لاندی ول.»
پولیس گومان کوي چې د سوپرمارکیټ هغه درې مشتریان چې د ډزو په ترڅ کې وژل سوي، د پولیسو د مرمیو له امله نه، بلکه د برید کوونکو د مرمیو په واسطه وژل سوي دي. د دغو ډزو د رامنځته کیدو دلیل لا نه دی معلوم. پلټونکي تر اوسه لا د یوه ترهگري عمل هڅه له امکانه لیری بولي.
ښاروال ستیفن فولوپ «په نیوجیرسي کی له یوې سختې ورځي« څخه خبره کوي. دغه ښار چې ۲۷۰ زره اوسیدونکي لري، په هغه ځای کې چې د هودسن سيند په اتلانتيک کې ور شامليږي او د نیویارک ستر ښار ته مخامخ پروت دی.
د ورځې د ډزو د تبادلې په لسهاو پېښې
په امریکا متحده ايالاتو کې په وار وار سره، په عامه ځایونو کې مرگوني ډزې رامنځته کیږي. د «Gun Violence Archive» په نامه غير دولتي سازمان يوازې د دسمبر پر لسمه نيټه له لسهاو پیښو څخه خبر ورکړې چې اوه یې په نیوجیرسي کې وې. د امریکا د ایالتي چارواکو په حواله، یوازې په ۲۰۱۷ کال کې د ډزو په ترڅ کې تقریباً ۴۰ زره انسانان وژل سوي.