په نړۍ کې د موټرو تر ټولو عصري کارخانې ته یوه کتنه
کله چې د خریدار سترګې د مرسیدس بنز S کلاس پر نوي موډل ولګیږي، ورسره سم د "Factory 56" دیجیټاله کارخانه کې حتی د موټر جوړونې د صنعت د انجینرانو د زړه ضربان هم لوړ شو. د بنز کمپنۍ فعالیتونو ته یوه کتنه.
مرسیدس بنز خپله د نړۍ د موټر جوړونې تر ټولو مودرنه کارخانه، د آلمان د سټوتګارټ ښار په «زیندلفینګن» سیمه کې د ۷۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونې او په عین وخت کې د S کلاس له نوي موډل سره یوځای افتتاح کړه. له هغې اوسپنې سره چې د کارخانې د ۲۲۰ متره مربع سالون په جوړونه کې کارول شوې، کیدای شوای د ایفل برج پرې جوړ شي.
د دې کارخانې د چاپیریال ساتنې ستاندردونو حتی د بادن ووتنمبرګ ایالت لومړی وزیر وینفرید کرچمان هم چې د پرانیستې په مراسمو کې یي ګډون کړی وو حیران کړ. د چت نږدې ۴۰ سلنه برخه په خټو ګلکاري شوې ده او پاتې برخه یي د فوټو ولتایک شبکې په نصبولو سره د کارخانې د اړتیا ۳۰ سلنه بریښنا برابروي.
مرسیدس بنز په مجموع کې ۲ میلیارده او ۱۰۰ میلیونه یورو پانګونه کوي، څو تر ۲۰۳۹م کاله پورې د خپلو موټرو د کاربن د تولید کچه صفر ته ورسوي. دغه دیجیټلي کارخانه په اوس وخت کې د ورته کارخانو په نسبت ۲۵ سلنه کم برق مصرفوي.
په نړۍ کې د لومړي ځل له پاره د موټر جوړونې د یوې کارخانې د تولید لیکه په بشپړ ډول دیجیتالي شوې ده او د«جي ۵» له انټرنټي شبکې سره کار کوي چې په ځانګړي توګه د اریکسیون او «O2» شرکتونو په وسیله د مرسیدس بنز له پاره طرحه شوې ده. ټول کسان، دستګاوې او وسایل د انټرنټ په وسیله یو بل سره وصل دي او اطلاعات تبادله کیږي.
د "Factory 56" په بشپړ ډول دیجیټالي کارخانه کې، له مصنوعي ځیرکتیا، د الګوریتم له بیګ ډیټا، له ډیجیتالي تخنیکي دستګاو او نورو پرمختللو تخنیکي وسایلو څخه استفاده کیږي.
د"Factory 56" په کارخانه کې د «MO360» له پلیټ فورم څخه په استفادې ټول معلومات د یوې دیجیټالې صفحې پر مخ نمایش ته وړاندې کیږي او له دې لارې په کال کې د ۱۰ ټنه کاغذ د ضایع کیدو مخه نیول کیږي.
په سالون کې د «RFID» سیستم (د راډیویي څپو سره د پرزو پيژندنه) له لارې د موټرو پرزې مونتاژ او په اتوماتیک ډول په خپل ټاکلي ځای کې نصب یا نښلول کیږي.
اصلي انقلاب د تولید په لیکه کې رامنځته شوی دی او دومره انعطاف منونکی شوی چې اوس کولی شي په ډیر کم وخت کې د کلاس آ، اس او د EQS لیموزین برقي ماډل په کې تولید کړای شي.
د ټولو برخو د تولید په لیکه کې اوس هغه موټرونه چې پرې کار صورت نیسي د ۴۰۰ اتوماتیکو نقلیه وسایلو د دستګاه په وسیله هغه ځای ته لیږدول کیږي چې کار پرې صورت نیسي.
مرسیدس بنز د "Factory 56" تولیدي لیکې سره وتوانید خپل د تولیداتو ۲۵ سلنه مصارف را کم کړي.
د نورو کارخانو په پرتله د "Factory 56" په کارخانه کې شورماشور نشته او عجیبه خاموشي حاکمه ده. یو بل مورد چې د خلکو پام ځانته را اړولي په دې کارخانه کې د نظافت او پاکۍ موضوع ده چې په روغتون کې د عملیاتو د خونې په شان نظافت په کې ساتل شوی دی.
خط تولید "Factory 56" به عنوان الگویی برای ۳۰ کارخانه دیگر مرسدس بنز در سراسر جهان خواهد بود و بر این اساس مدرنیزه خواهند شد.