په مسکو کې د امریکا سفیره خپله دنده پرېږدي
۱۴۰۴ تیر ۶, جمعهمېرمن تریسي د امریکا د مخکني ولسمشر جو بایدن، په دوره کې د مسکو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د سفیرې په توګه وګمارل شوه. هغه مهال د بایدن ادارې له روسیې سره د اړیکو پر احتمالي تجدید نظر بحث درلود چې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل سره وضعیت مخ پر خرابېدو شو. مسکو د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ.
نور ولولئ: روسیې پر ایران د امریکا حمله غندلې وايي ترمپ د جګړې یو نوی پړاو پیل کړی
په مسکو کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې د تریسي له قوله ويلي: «ویاړم چې په داسې یوه کړکیچن وخت کې مې په مسکو کې د خپل هېواد استازيتوب وکړ. اوس چې زه له روسیې څخه وځم، پوهېږم چې همکاران مې د روسیې له خلکو سره د روابطو د بهبود او د اړیکو د حفظ له پاره خپلې هڅې جاری ساتي.»
سفارت ويلي دي چې د تریسي په عقیده هغې په مسکو کې خپل ماموریت د معنی داره خبرو اترو له پاره حتی په ډېرو کړکېچنو حالاتو کې ګټور ثابت کړی دی.
سفارت د روانې میاشتې په سر کې وویل تریسي چې د ۲۰۲۳م کال په جنوري کې مسکو ته ورسېده او په اعتراضونو کې د امریکا ضد شعارونو سره موافقه وه، د بهرنیو چارو وزارت ته ېې مراجعه کړې وه تر څو د دې له پاره خپل اعتبار لیک وروسپاري چې ډېر ژر خپله دنده پرېږدي.
نور ولولئ: ترمپ پر اوکراين باندې تر بریدونو وروسته پوتین «ليونی» بللی
د رويټرز خبري آژانس په حواله، د لین ام. تریسي ځای ناستی لا تر اوسه په عامه توګه معرفي شوی نه دی. تر هغې مخکې، جان جي. سالیون، په مسکو کې د امریکا سفیر و. سالیون د ۲۰۲۰م کال له فبروري د ۲۰۲۲م کال تر سپتمبر پورې د ۲ کلونو او ۷ میاشتو له پاره په مسکو کې د امریکا سفیر و.
د امریکا ولسمشر، دونالد ترمپ، ويلي دي چې احتمالاً د پانګونې ستر تړونونه د لاسلیک کولو له پاره موجود دي، خو هغه ويلي دا چې د سولې له پاره ېې ټولو هڅو تر اوسه نتيجه نه ده لرلې، ناهیلی شوی دی.
ترمپ د روان کال په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته له تلو سره هڅې کوي تر څو د روسیې او اوکراین ترمنځ داسې یو اوربند رامنځ ته کړي چې په نتیجه کې ېې په اوکراین کې روانه جګړه پای ته ورسیږي.
نور ولولئ: روبيو: روسیه ښايي تر راتلونکې اوونۍ د اروبند شرایط وړاندې کړي
تریسي په مسکو کې د خپل ماموریت پر مهال په روسیه کې د امریکايي بندیانو د خلاصون له پاره هم د پام وړ هلې ځلې وکړې. په دغو بندیانو کې د نورو ترڅنګ ژورنالیست ایوان ګرشکویچ او د سمندري قواو پخوانی غړی پاول ويلان هم شامل ول. دوی د ۲۰۲۴م کال په اګست کې د شرق او غرب تر منځ د بندیانو د یوې تاریخي تبادلې په لړ کې آزاد شول.