«په لسونو نور افغانان هم آلمان ته انتقال سول»
۱۴۰۴ شهریور ۱۰, دوشنبهپه دغه شمیر افغانانو ډکه الوتکه د دوشنبه په ورځ (۲۰۲۵م کال د سپټمبر اوله) پس له غرمې د آلمان د هانوور ښار په هوايي ډګر کي کښیناستله.
د «کابل لوفتبروکه» د مرستندویه سازمان په حواله په دغه الوتنه کې ۴۷ ځايي کارکوونکي، له ځانگړي گواښ سره مخامخ کسان او د هغوی کورنۍ شاملي دي چې لس يې اصلي عریضه ورکوونکي او عموماً پخواني ځايي کارکوونکي دي.
اړوند:ورځپاڼه: حکومت د دوشنبې په ورځ يوه ډله افغانان آلمان ته انتقالوي
د نوموړي غیر دولتي سازمان ویاند د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د نوموړې الوتکې ډیری سپرلۍ ددغو پخوانیو ځايي کارکوونکو د کورنۍ نیژدې غړي دي.
د کابل لوفتبروکه سازمان ویاند وویل چې ټولو دغو کسانو مخکې له دې آلمان ته د راتگ د ممکن کیدو له پاره قانوني اقدامات ترسره کړي وو. د ۲۰۲۱ م کال په اگست کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته، د آلمان حکومت له خطر سره مخامخ افغانانو د منلو برنامه پیل کړه.
آلمان تهد منلو د ژمنو لرونکو افغانانو د انتقال بهیر ددغه هیواد د اوسني حکومت د کار له پیل کیدو وروسته په ټپه ودرید. خو محکمو پریکړه وکړه چې د آلمان حکومت باید د منلو ورکړل سوو ژمنو ته وفادار پاته سي.
د «کابل لوفتبروکه» سازمان د معلوماتو له مخې، ددغې الوتنې له ۴۷ سپرلیو څخه اضافه کسان په افغانستان کې د عدلي او قضايی، ورځپاڼو او رسنیو څخه دي. همدارنگه یو نظامي ډاکټر هم په دغه الوتنه کې شامل دی.
د نوموړې رسنۍ په حواله، په مجموع کې لس کورنۍ چي ډېر یې ښځې او کوچنیان دي، په دغه الوتنه کې حضور لري. اته ښځې او دوه نارینه له اصلي عریضو ورکوونکو څخه دي.
اړوند:آلمانۍ چارواکې د منلو د ژمنو لرونکو افغانانو د انتقال غوښتنه کوي
د «کابل لوفتبروکه» سازمان د رپوټ په حواله، څه د پاسه ۲۰۰۰ کسان لا پهپاکستان کې، آلمان ته د انتقال په تمه دي. له هغوی څخه ډیریو یې، د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې، له اساسي قاون څخه د ساتنې، د جنايي او پولیسو د ادارو له خوا د پلټنې ټول مراحل تیر کړي دي. دغه شمیر افغانان یا د آلماني ځواکونو له پاره ځايي کارکوونکي دي او یا هم له ځانگړي خطر سره مخامخ کسانو په توگه ورته کتل کیږي.
له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت د بې اسناده افغان مهاجرو پراخ اخارج اعلان کړ، دغه زیانمنونکي کسان هم له پاکستانه د اخراج او توقیف کیدو له گواښ سره مخامخ دي.