په لاهور کې ټاکنیز کمپاین او د خلکو ګڼه ګوڼه
د پاکستان پارلماني ټاکنو ته یوازي دوې ورځې پاته دي. د جولای د ۲۵ نیټې له رانزدې کیدو سره په ټول هیواد کې ټاکنیز کمپاین هم زور اخیستی. په دې ترڅ کې د لاهور خلک چې د «زنده دلان لاهور» په نامه یادیږي هم له چا کم نه دي.
د کمپاین ځانګړی ډول
دغه سپین ږیري پر بایسکل د پنجاب ایالت د پخواني ایالتي لومړي وزیر شهباز شریف انځور پر خپل بایسکل نصب کړی او کوڅه په کوڅه ګرځي.
په ټاکنیز کمپاین کې د ښځو ونډه
په لاهور کې په روان ټاکنیز کمپاین کې ښځو هم برخه اخیستې ده.
له مشر پرته انتخاباتي کمپاین
په دې انځور کې د پاکستان د ستر سیاسي ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) غړي پر ټاکنیز کمپاین بوخت دي. خو د هغوی مشر او د پاکستان پخوانی صدراعظم میا نواز شریف، په زندان کې دی.
د پي ټي آی ولوله
پاکستان تحریک انصاف چې د دغه هیواد دریم ستر ګوند ګڼل کیږي، د غړو ولوله هم د لیدو ده. د دغه ګوند مشر هم له لاهور څخه ټاکنو ته ولاړ دی.
ډیجیټال سکرینونه یا پردې
په لاهور کې د لومړي ځل له پاره کاندیدانو د خپلې مشهورتیا له پاره ډیجیټل سکرین یا پردې هم کاروي.
د بیرغونو پلور
د لاهور په بازارونو کې د سیاسي ګوندونو بیرغونه او نور توکي هم پلورل کیږي. په دغه انځور کې لیدل کيږي چې د پي ټي آی د بیرغ رنګ لرونکي موبایل تیلفون پوښونه هم خرڅلاو ته وړاندې شوي دي.
اته زره کمرې
د لاهور پولیس د اتو زرو کمرو په واسطه په ښار کې روانې سیاسي سرګرمۍ څاري.
په ښار کې ګڼه ګوڼه
په لاهور کې هوایي پلونه، پايې او ودانۍ د انتخاباتي کمپاین پلاکاتونو او بنرونو پوښلي دي.
هر لوري ته پلاکاتونه ښکاري
په لاهور ښار کې د پلاکاتونو او بنرونو پسرلی ښکاري. دا کار به پخوا د ګوند غړو یا پلویانو کاوه خو اوس يې تجارتي شرکتونه کوي.
د پلټنې غوښتنه
د پاکستان تحریک انصاف ګوند، چمتو والی هم په زور کې دی. له بل اړخه د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند یوه سیاستوال سعد رفیق، ویلي دي چې د پي ټي آی ګوند د ټاکنیز لګښت پلټنه باید وشي.