په غزه کې جگړه؛ حماس ته د ترمپ "وروستی خبرداری"
۱۴۰۴ شهریور ۱۷, دوشنبهترمپ د یکشنبې په ورځ پر خپل ټولنیز پلت فورم "تروت سوشل" څرگنده کړه چې "دا زما وروستی خبرداری" دی. حماس د ترمپ د دې څرګندونو په غبرگون کې د اوربند په اړه خبرو اترو ته د دغه ډلې پر چمتووالي ټینګار وکړ. ترمپ په دې منځ کې زياته کړې ده چې هغه«ډیر ژر»د یوې موافقې په تمه دی.
ترمپ څرگنده کړې اسرائیل لا دمخه د یوې هوکړې له پاره شرایطو سره موافقه کړې ده، اوس د حماس وار دی چې خپله موافقه وښيي. هغه مخکې لا حماس ته د شرایطو د نه منلو په صورت کې له گواښوونکو عواقبو څخه خبرداری ورکړی ؤ.
د حماس ډلې څرگنده کړې، پس له هغه چې "له امریکايي اړخ ځینې نظریات" وړاندي سول، هغوی دې ته آماده سول چې "سمدستي د مذاکرې میز ته کښیني". د دې ډلې له لوري زياته سوې چې "له هرډول هغه نوښت څخه به هرکلی وکړي چې[زموږ] د اولس په وړاندې د تیري د ختمیدو ملاتړ کوي.حماس ويلي "دې ته آماده دي چې "د ټولو زندانیانو د آزادولو په هکله خبرې وکړي".
د فلسطينيانو دې ډلې د دې کار په بدل کې "د جگړې د پای ته رسیدو د روښانه اعلان، له غزې تراډې څخه په بشپړ ډول د وتلو، او د غزې د تراډې د ادارې له پاره د فلسطینیانو د يوې خپلواکې کمیټې د جوړولو غوښتنه وکړه، چې سمدلاسه خپل کار پیل کړي."
د اکسیوس "Axios" د خبري پورتال په وینا، د امریکا ځانگړي استازي، سټیف ویټکوف تیره اونۍ حماس ته په غزه کې د اوربند او د یرغمل سویو د آزادولو له پاره یو نوی وړاندیز وکړ. سپینې ماڼۍ تر اوسه د دغه وړاندیز جزئیات نه دي خپاره کړي.
د اوربند د تړون په اړه د ترمپ هيله مندي
ټرمپ پر یوې موافقې باندې خپل باور څرگند کړ. نوموړي خبریالانو ته وویل: "موږ ډېرې ښې خبرې اترې کړې دي. امکان لري يو څه ښه رامنځته سي." ترمپ وويل: "زه فکر کوم چې ډېر ژر به د غزې د تراډې له پاره یوه موافقه ولرو."
د یرغمل سویو د کورنیو فورم، چې په غزه کې د اسرائيلي یرغمل سویو د خپلوانو ترټولو لویه ټولنه ده، په خبرو اترو کې د ټرمپ له "پرمختگ" څخه هرکلی وکړ.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه، د حماس او نورو اسلامي ډلو جنگیالیو پر اسرائيل باندې د خپل ستر برید په ترڅ کې، غزې ته ۲۵۱ کسان د یرغمل په توگه وتښتول. د تښتول سویو کسانو له ډلې څخه ۴۷ یې لا هم په فلسطيني سيمه کي دي. د اسرائيل د پوځ په وینا، لږترلږه ۲۵ یرغمل سوي کسان مړه سوي دي. اسرائيل د جسدونو د سپارلوغوښتنه کوي.
اسرائیل د حماس د ۲۰۲۳م کال د بريد په جواب کې،په غزه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي. د حماس د چارواکو په وینا، چې په خپلواکه توگه تایید کیدلای نه سي، تر اوسه په دې پوځي عملياتو کې له ۶۴ زره او ۳۰۰ څخه ډیر انسانان وژل سوي دي.