په عراق کي کړکېچ؛ د بغداد په زرغون زون کي نښتي
۱۴۰۱ شهریور ۸, سهشنبهپه ویډیو ګانو کي ښکاري چي څرنګه د شیعه بانفوذه مشر مقتداالصدر په مشري د سراج السلام ملیشې په بغداد کي د زرغون زون په نامه سیمه کي له ایران سره وفادارو ملیشو سره په سختو نښتو اخته دي.
په دې ترڅ کي تر ډیره وخته د فايرونو ږغونه اوریدل کیدل. له روغتیايي کړیو څخه په حواله په دغو نښتو کي ۱۱ کسان وژل سوي او ۱۶۰ نور زخمیان سوي دي. رسنیو له ۱۵ وژل سوو او ۳۵۰ زخمیانو څخه رپوټ ورکوي. دغو نښتو د سه شنبې په سهار هم تر یو حده ادامه درلودې.
په عراق کي کړکېچ؛ د بغداد په زرغون زون کي نښتي
د بغداد په مرکز کي لوی او په اصل کي ډېر ډاډمن زرغون زون کي بې شمیره دولتي تاسیسات، د عراق پارلمان او همدارنګه ډیر سفارتونه چي په هغو کي د امریکا متحده ایالاتو ډیپلوماتیکي اداره هم شامله ده، موقعیت لري.
د رپوټونو په حواله په دغه شپه د زرغون زون په ساحه کي ډېر راکټونه هم لګیدلي دي.
په ټولنیزو رسنیو کي خپرې سوي ویډیو ګاني ښيي چي وروسته د توغندیو دفاعي سیستم (C-Ram) د امریکا متحده ایالاتو د سفارت د ساتني په هدف فعاله کړای سو. د هالنډ خارجه وزیر، ووپکه هویکسترا خبر ورکړ چي د هغوی د سفارت په شاوخوا کي نښتي رواني دي.
د هغه په خبره د سفارت کارکوونکي یې انتقال سوي او د موقت وخت له پاره به د جرمني په سفارت کي کار وکړي هویکسترا په خپل تویتر کي لیکلي چي په عراق کي وضعیت «ډېر کړکېچن» دی.
د الصدر غړو د صدراعظم مصطفی الکاظمي د دفتر په شمول حکومتي ماڼۍ، د دوشنبې په ورځ تر برید لاندي راوستله او د مؤقت وخت له پاره یې اشغال کړې وه. مخکي تر دې دغه بانفوذه روحاني له سیاست څخه د خپل شاتګ په هکله خبر ورکړی وو.
د دوشنبې په ماښام ډېر ناوخته بیا نوموړي ۴۸ کلن حکومتي مشر وویل چي تر هغه وخته به په غذايي اعتصاب لاس پوري کړي، تر ځو چي د هغه د پلویانو په وړاندي زورزیاتی پای ته نه وي رسېدلی.
د الصدر ګوند د تیر کال په اکتوبر کي د پارلماني انتخاباتو پر وخت د یوه قوي حرکت په توګه رامنحته سو. خو بیا یې هم ددې توان پیدا نه کړ چي حکومت جوړ کړي. الصدر له دغه بحران څخه د وتلو له پاره د نوو انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه.
GP/NZ/AG