په شمالي وزيرستان کې د پاکستان دوه پوځیان وژل شوي
۱۳۹۹ تیر ۱, یکشنبهد فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه پیښه د شمالي او سويلي وزيرستان په سرحدي سیمه کې رامنځ ته شوې. دا هغه سیمه ده چې د پاکستان پوځ په کې په وروستيو کلونو کې د کورنيو او بهرنيو اورپکو پر ضد په کراتو پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د پاکستان پوځ په يوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې وژل شوي پوځيان پر خپلې ورځنۍ ګزمه بوخت ول چې د وسلوالو تر بريد لاندې راغلل. زياته شوې ده چې په پيښه کې «يو تروریست هم وژل شوی دي.»
پاکستان له څه باندې يوې لسيزې راهیسي د کورنيو اسلامپاله بغاوت کونکو پر ضد مبارزه کې بوخت دی. په دغه موده کې د افراطي ډلو په بريدونو کې په زرونو ملکيان او امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.
که څه هم د پاکستاني پوځ د پر له پسي چاڼيزو عملیاتو په نتيجه کې اوس په سیمه کې تاوتريخوالی کم شوی، خو وسلوالې ډلې په کې اوس هم د دې وړتيا لري چې خپل بريدونه ترسره کړي.
آژانسونه/ م.ک.ص/ ن.ص