په سعودي کي د امریکا او اوکراین خبري اتري؛ د روبیو خوشبیني
۱۴۰۳ اسفند ۲۱, سهشنبهد اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۱) سعودي عربستان ته سفر وکړ او په جده کي یې د دغه هیواد له ولیعهد محمد بن سلمان، سره وليدل. بن سلمان په دغه لیدنه کتنه کي د کیف او مسکو ترمنځ سولې ته د لاس رسي له پاره له نړیوالو هڅو څخه د ریاض پر ملاتړ ټینگار وکړ.
سعودي عربستان پر اوکراین باندي د روسیې د یرغلیزې جگړې له پیل راهیسي د منځگړي نقش پرغاړه اخیستی او د نورو ترڅنگ یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اسیرانو په تبادله کي مهم نقش لوبولی دی. ریاض د واشنگټن او کیف ترمنځ له خبرو اترو مخکي چي نن سه شنبه د مارچ ۱۱مه به د دواړو هیوادونو د استازو ترمنځ په جده کي ترسره سي، د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو اترو کوربه وو.
اړوند:زيلنسکي وايي استازي یې په سعودي کې له امريکايي شريکانو سره ګوري
ولودیمیر زیلنسکي ، د اوکراین او امریکا ترمنځ له خبرو اترو مخکي ژمنه وکړه چي هیواد به یې په دغو بحثونو کي "رغنده کړنلاره او دریځ" ولري.
نوموړي د ایکس (پخواني تویتر) پر شبکه هیله مندي څرگنده کړه چي دغه خبري اتري په " عملي نتایجو " سره پای ته ورسیږي.
د اوکراین ولسمشر یو وار بیا واضح کړه چي "امنیتي تضمینونه" او د هغوی عملي کول د عربستان له ولیعهد سره د خبرو اترو یوه له اصلي موضوعگانو څخه وه.
پر "ډیپلوماټیکې حللارې" باندي د روبیو ټینگار
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چي د دوشنبه په ماښام (د مارچ ۱۰مه) سعودي عربستان ته رسیدلی دی، د دواړو خواوو ترمنځ خبرو اترو په هکله چي په جده کي به ترسره سي، مخکي له مخکي خپله خوشبیني څرگنده کړه.
هغه څرگنده کړه: «که زه خوشبینه نه وای، نو عربستان ته به نه وای راغلی.» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «پریکړنده ټکی دادی چي اوکراینیان تر کومه حده حاضر دي چي په سختو کارونو لاس پوري کړي؛ لکه څنگه چي روسیه باید د جگړې د پای ته رسولو له پاره سخت گامونه پورته کړي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینگار وکړ چي دواړې خواوي باید په دې پوه سي چي جگړه له پوځي لحاظه پای ته نه رسیږي.
نوموړي په دې اړه زیاته کړه: «روسان د دې توان نه لري چي ټولاوکراین تر خپلي ولکې لاندي راولي او اوکراین هم په سختۍ سره کولای سي روسان د ۲۰۱۴م کال سرحدونو ته بیرته وشړي.»
د روبیو په خبره په اوکراین کي جگړه یوازي له "ډیپلوماټیکي" لاري پای ته رسیدلای سي.
مسکو ته د ترمپ د استازي سفر
ځیني رپوټونه، روسیې ته د ستیف ویتکوف، سفر ته هم اشاره کوي چي ټاکل سوې ده، په روانه اونۍ کی به ترسره سي.
رویترز خبري آژانس د یوه باخبره چارواکي له خولې چي نه غواړي نوم یې واخیستل سي، رپوټ ورکړ دی چي ویتکوف به ښايي دغه اونۍ مسکو ته سفر وکړي، ترڅو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ملاقات او خبري اتري ترسره کړي.
ستیف ویتکوف، منځني ختیځ ته د ډونالډترمپ ځانگړی استازی دی، خو د اوکراین د جگړې د پای ته رسولو له پاره هلو ځلو کي چي اوس یې له پیل څخه څه د پاسه درې کاله تیریږي، هم مهم نقش لوبوي.
ویتکوف په فبرورۍ میاشت کي هم له روسي چارواکو سره د خبرو اترو او ملاقات له پاره مسکو ته سفر کړی وو.