په جون کي له ایرانه ۲۳۰ زره افغانان خپل هيواد ته ستانه سوي
۱۴۰۴ تیر ۹, دوشنبهد کډوالو نړیوال سازمان (IOM) یوه ویاند د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جون ۳۰) د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د جون میاشتي له لومړۍ نیټې او ۲۸ مې ترمنځ څه ناڅه ۲۳۴ زره افغانان له ایران څخه افغانستان تهبیرته ستانه سوي دي. یوازي د ۲۱ څخه تر ۲۸ مې نېټې پوري په اونۍ کی د هغوی شمیر تقریباً ۱۳۲ زره وو.
اړوند:ملګري ملتونه: سږ کال ۱،۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه اخراج شوي
ایران پرته له اسنادو افغانانو ته د جولای تر ۶ مې پوري ضرب الاجل ټاکلی وو، چې دغه هیواد پریږدي. د IOM ویاند وویل چې، له جنورۍ میاشتي څخه څه د پاسه ۶۹۰ زره افغانان له ایران څخه خپل ټاټوبي ته ستانه سوي دي چي «د هغوی ۷۰ سلنه یې په زور ایستل سوي دي.»
افغانستان د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه شمیرل کیږي او له لسیزو راهیسي له جگړو څخه اغیزمن دی. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په دوبي کي د لویدیځو ځواکونو د وتلو په ترڅ کي په دغه هیواد کي یو وار بیا واک ترلاسه کړ، له هغه راهیسي ډیرو هیوادونو او سازمانونو د دغه هیواد له پاره خپلي مرستي ځنډولي دي.
اړوند:د افغان مهاجرو د راستنېدو زیاتوالی؛ د بحران د ژورېدو خبرداری
په عین حال کي گاونډيو هیوادونو لکه پاکستان او ایران، بې شمیره افغان کډوال خپل ټاټوبي ته ستانه کړي دي. په داسي حال کي چې هلته خلک د کار د پیدا کولو ډیر لږ چانس لري، او د هغوی راتلونکی هم بیخي نامعلوم دی.
د کډوالو نړیوال سازمان په دې وروستیو کي خبرداری ورکړی دی چې هغه یوازې د راستنیدونکو له "یوې برخې" سره مرسته کولای سي.