په جرمني کي د ښی اړخه افراطيانو پرضد کنسرت
په کیمنیڅ کی د مهاجرو پرضد د مظاهرو په وړاندی د غبرگون په اړه ، ددغه هیواد په زرو اوسیدونکو، د تعصب په وړاندی یوه کنسرت کی گډون وکړ چی د "کرافت کلوب" او "دی توتن هوزن" په نامه د موسیقۍ مشهورو ډلو هم پکښی خپل هنر وښود.
موږ ډیر یو
څه د پاسه ۶۵ زره کسان د «موږ ډير يوو» په نوم کنسرت ته ورغلي ول. دغه کنسرت د جرمني په کيمنيڅ ښار کي د نوو نازيانو د زورزياتيو پر ضد جوړ سوی وو. د کنسرت جوړونکو، د خپل پروگرام په پيل کي وويل چي په دې ډول غواړي وښيي چي «په دغه ښار کي د نازيانو له پاره هيڅ ځاي نه سته». په دغه کنسرت کي د جرمني مشهورو محلي او د موسيقۍ نامتو ډلو برخه اخيستې وه.
د ښی اړخه افراطيانو پرضد غبرگون
دغه کنسرت، د مهاجرو پرضد د هغو پراخو مظاهرو تر پيليدو څو ورځي وروسته جوړ سو چي د يوه ۳۵ کلن آلماني ځوان تر وژل کيدو وروسته پيل سوي وې. دانيل ح. د اگست پر ۲۵مه ووژل سو. ويل کيږي چي هغه په کوڅه کې له يوه عراقي او سوريايي سره په شخړه کي ووژل سو.
د کرکې پر ځای محبت
دغه کنسرت ته ورغلو کسانو د «ښه راغلاست» او «کرکي پر ځای محبت» شعارونه له ځان سره انتقالول. هغوی په سر کي، دانيل ح. ته د درناوي له امله يوه دقيقه چوپتيا غوره کړه. داوطلبه کسانو اعانه راټولوله، څو د قربانيانو د کورنۍ او د تعصب پر ضد د اعتراضي ابتکارونو ترمنځ وويشل سي.
تاسي يوازي نه ياست
د دغه کنسرت هنرمندان او گډونوال زياتره ځوانان ول. فيليکس برومر د "کرافت کلوب" د هنري ډلي سندرغاړي وويل «موږ ساده گان نه يوو او نه هم دا کولاي سو چي، په يوه کنسرت سره نړۍ وژغورو، خو دا مهمه ده چي نورو ته وښيوو چي «تاسي يوازي نه ياست».
کمپينو په کيمنيڅ کي
د آلمان د موسيقۍ يوه نامتو ډله چي "دي توتن هوزن" نوميږي، دغه کنسرت نور هم رنگين کړی وو. د دغې ډلې اصلي سندرغاړي، کمپينو وويل: «دا ډيره مهمه ده چي دغه ډول چلند ته د پای ټکی کښيښودل سي، سړی بايد د واوري غټی مخکي له هغه چي واوره ښوېدنه رامنځ ته کړي، له منځه يوسي.