شخړياروپا
په جرمني کي د اوکرایني مهاجرو یو کمپ ته اور اچول سوی
۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبهاعلان
د جرمني د میکلنبورګ- فورپومرن ایالت کي تیره شپه د اوکرایني مهاجرو یو کمپ اور اخیستی او تخریب سوی دی. د دغه ایالت یوه ویاند وویل چي د کمپ ۱۴ اوسیدونکي ډاډمنو ځایونو ته انتقال سوي او جوړ دي. په خبره یې نژدې بلي ودانۍ ته یې د اور د انتقالیدو مخنیوی هم کړی دی.
په همدې حال کي بیا پولیس ګومان کوي چي کمپ ته په قصدي ډول سره اور اچول سوی دی. ځکه د اوراخیستني ترمخه لا پولیسو د کمپ څخه په دې خاطر لیدنه کړې وه چي په دروازه کي یې د خارجیانو ضد شعارونه لیکل سوي وه.